Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل یو شمېر ښاریان د برېښنا پرچاويو له ډېرېدو شکایت لري

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د کابل یو شمېر ښاریان د برېښنا پرچاویو له ډېرېدو شکایت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي خو د برېښنا شرکت وايي، پر یوه مهال‌وېش کار روان دی چې له مخې به یې په منظم ډول ښاریانو ته برېښنا ووېشل شي.

د پژواک خبري اژانس د قلعه زمان‌خان، خوشحال خان مېنې، کارته پروان، دشت برچي، کارت‌نو، دارالامان، چهارقلعه چهاردهی، هودخېل، پکتیاکوټ، شهرنو، قلعه فتح‌الله، بي‌بي مهرو، بګراميو، ارزان‌قیمت، تایمني، اول، دویم او درېیم مکروریانو، یکه‌توت، کارته چهار، بهارستان، کوټه‌سنګي، کارته سخي، کارته مامورین، کارته سه او د قمبر څلورلارې له یو شمېرو اوسېدونکو سره مرکې کړې چې ټول د برېښنا پرچاویو له ډېرېدو شکایت کوي.

جمشید امیري چې د کابل په شهرنو کې د ساختماني توکو هټۍ لري، له یوې میاشتې راهیسې د برېښنا پرچاویو له ډېرېدو شکایت لري.

هغه وايي: «یوه میاشت مخکې برېښنا ښه وه، پرچاوۍ کمې شوې وي، خو له هغه وروسته چې هوا سړه شوې، برق هم ډېر ځي، نه د ورځې برق شته نه د شپې، ډېر په ستونزو کې یو.»

هغه هیله وښوده د برېښنا پرچاوۍ کمې شي؛ ځکه په سړه هوا کې د خلکو اړتیا ورته ډېره وي.

د کابل ښار د کارته‌نو سیمې اوسېدونکي رفیع‌الله وویل چې له یوې میاشتې راهیسې سره له دې چې د برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوې، برېښنا یې ډېره ضعیفه ده او کار نه ترې اخیستل کېږي.

ورته وخت کې، د کابل ښار د بګرامي ولسوالۍ اوسېدونکی سیدالله صدیقي وايي: «اوس پرچاوۍ ډېرې شوې، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴ ساعته برېښنا لرو.»

هغه وویل چې د ګاز مصرف ډېر دی، که برېښنا وي، د ټولو خلکو لپاره اسانتیا ده؛ ځکه هوا مخ په سړېدو ده.

دغه‌راز، د کابل ښار د چهاردهي اوسېدونکي جمشېد وویل: «د ورځې موږ یو یا یونیم ساعت برېښنا لرو، زموږ د سیمې پرچاوي بېخي ډېره ده، کله چې مو برېښنا په کار وي نه وي، د شپې یوولس بجې راځي، موږ په هغه وخت کې برېښنا څه کوو، موږ قصابي لرو، غوښه باید په فریزر کې وساتو، کله چې برېښنا نه وي غوښه خرابېږي.»

هغه زیاته کړه: «یوه نیمه میاشت کېږي چې برېښنا ډېره ځي، اوړی ښه وه ډېره نه تله، په یوه ورځ کې یو یا دوه کواټر تېل مصرفوو څو جنراټور روښانه کړو.»

ورته مهال، د کابل ښار د دشت برچي سیمې اوسېدونکې مهسا وايي چې له یوې میاشتې راهیسې د هغوی د سیمې په ګډون په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوې دي.

هغې برېښنا بنسټیزه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه: «برېښنا مو هر سهار څلور بجې ځي، نهه بجې راځي، تر یوې بجې وي او بیا یوه بجه ځي او تر څلور بجې نه وي، بیا څلور بجې راځي، د شپې تر اتو بجو وي او بیا د دوو ساعتونو لپاره ځي، لس بجې بېرته راځي او بیا د سهار تر څلورو برېښنا لرو.»

د هغې په خبره، د تلې په میاشت کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرې لږې وې، په ۲۴ ساعتونو کې یې ښايي پنځه ساعته پرچاوي درلوده.

ورته مهال، د کابل ښار د کوټه‌‌سنګي سیمې اوسېدونکي احمدزي وویل: «زموږ د سیمې برق په دې وروستیو کې داسې دی چې د ورځې له خوا برق نشته او شپه هم اته بجې راځي، سهار هم وختي ځي، ډېری وخت شپه ناوخته راځي چې بیا ترې ګټه نه اخیستل کېږي.»

دغه‌راز، د کابل د دارالامان اوسېدونکې شیما وویل: «برېښنا مو هره ورځ کابو سهار پنځه بجې ځي، د غرمې تر دوولسو یا یوې نه وي، بیا راځي او ماښام بېرته ځي، د شپې تر اتو بجو نه وي او دا پرچاوي توپیر لري، ځیني وخت مخکې وروسته کېږي.»

نوموړې زیاته کړه، برېښنا د کال په هر فصل، په ځانګړې توګه ژمي کې بنسټیزه اړتیا ده او حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.

دغه‌راز، د کابل ښار د پکتیاکوټ اوسېدونکی هم د برق له ضعیفوالي او د پرچاویو له ډېرېدو شکایت لري او وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه همدا ده چې برق ډېر شي، ژمی رارسېږي، خلک بې‌وزله دي.»

ورته مهال، د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هوا په سړېدو سره د برېښنا مصرف ډېر شوی او پرچاوۍ هم ډېرېږي.

هغه زیاته کړه: «د برېښنا شرکت تل هڅه کوي چې خپلو هېوادوالو ته منظمه او خوندي برېښنا برابره کړي، څنګه چې تاسو پوهېږئ، هوا ورځ په ورځ د سړېدو په حال کې ده، ژمی رانږدې کېږي، د برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونه هم هڅه کوي چې له لینونو بشپړه ساتنه وکړي څو د اورښتونو او بادونو له امله له تخنیکي ستونزو سره مخ نه شي.»

هغه زیاته کړه: «پر یوه مهال‌وېش کار روان دی څو … موږ وکولای شو چې په ټوله پلازمېنه کې خپلو پېرودونکو ته منظمه او خوندي برېښنا ورسوو.»

هغه څرګنده کړه چې دغه شرکت خلکو ته د منظمې برېښنا رسولو ترڅنګ هڅه کوي د داخلي برق تولید ډېر کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.