کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د چاپېریالساتنې یو شمېر پوهانو او د اوبیزو سرچینو څېړونکو د ځمکې لاندې اوبو کچې پر ټيټېدو د اقلیم بدلونونو اغېزو ته په اشاره له اسلامي امارته غوښتنه وکړه څو د اوبو مدیرت په خپلو لومړیتونو کې ونیسي او په دې برخه کې یې له نړۍ د مالي او تخنیکي مرستې غوښتنه کړې ده.
خو د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي چې د روان کال په ترڅ کې یې د سطحي اوبو مدیریت برخه کې پر اتو بندونو کار کړی چې له دې ډلې درې بندونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، په ټول هېواد کې ۳۵۵ چکډيمونه جوړ کړي او دغه راز په کابل ښار کې یې د څښاک اوبو د کمښت ستونزې لپاره زرګونه جذبي څاهګانې کیندلې او د اوبو پر ډېری مصروفوونکو د ریسایکل سیسټم هم عملي کړی دی.
د چارو پوهان: که د اوبو د کمښت بحران جدي ونه نیول شي او ښه مدیریت نه شي، بدې پایلې لرلای شي
د چاپېریالساتنې او د اقلیم بدلون برخې یوه کارپوه سیدمحمد سلیمانخېل وویل چې د هېواد د ځمکې لاندې او سطحي اوبو وضعیت ډېر بحراني دی او اقلیمي تغییرات د دغه بحران د ډېرېدو لامل شوي دي.
هغه وویل: «اقلیمي تغییرات په مستقیم ډول د ځمکې لاندې اوبو د بحران له شدت سره اړیکه لري، دا لامل کېږي چې په خپل وخت سره بارانونه او واورې ونه شي چې دا چاره د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو، سېلابونو راتلو او د اوبو او هوا ککړېدو لامل کېږي.»
هغه وویل، اسلامي امارت دې د ځمکې لاندې اوبو او په لویو ښارونو کې د اوبو د کمښت ستونزو د حل په موخه د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د اوبو د مدیریت لپاره اقدام وکړي.
پر اوبیزو سرچینو پانګونه، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د بېځایه مصرف د مخنیوي لپاره د پروګرامونو عملي کېدل، له سطحي اوبو د استفادې په موخه د شبکو جوړول، د ژورو څاګانو او د کرنې لپاره د ځمکې له لاندې اوبو د استفادې مخنیوی هغه موارد دي چې کولای شي د بحران شدت کم کړي.
هغه خبرداری ورکړ که د اوبو ښه مدیریت ونه شي، خلک به د څښاک اوبو له کمښت سره مخ شي، کرنه به کمزورې او د کډوالۍ ستونزې به ډېرې شي چې بالاخره به اقتصادي او ټولنیز بحران رامنځته شي.
ورته مهال، د چاپېریال برخې یوه کارپوه محمدمصطفی احمدزي وویل که څه هم افغانستان د ګلخانهیي یا شین کوریزو ګازونو تولید کې ډېره ونډه نه لري، خو یو له درېیمو هېوادونو دی چې له دغو ګازونو زیانمنیږي.
هغه د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو، کمو بارانونو او د هېواد د طبیعي یخچالونو ویلي کېدو ته د اقلیمي تغییراتو اغېزو ته په اشاره وویل، د ژورو څاګانو کیندلو مخنیوی، له ښاره د باندې د نوشابو د تولید شرکتونو انتقال او د کرنې لپاره د ځمکې لاندې له اوبو نه استفاده هغه موارد دي چې کولای شي د اوبو د کمښت د بحران مخنیوی وکړي.
احمدزي له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په موخه له افغانستان سره د نړۍ د مالي او تخنیکي مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل: «سیاست باید د چاپېریالساتنې له اړوند مسایلو بشپړ جلا وي؛ ځکه چې چاپېریال سرحدي نه پېژني او ټول خلک تر خپل تاثیر لاندې راولي.»
هغه وویل، که د اوبو بحران جدي ونه نیول شي او ښه مدیریت نه شي، بدې پایلې به ولري چې بالاخره داخلي کډوالي او د اوبو ترلاسه کولو لپاره د شخړو او نزاع لامل شي.
د چاپېریال او اوبیزو سرچینو څېړونکی نجیبالله سدید وایي، د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدل انساني او اقلیمي بدلونونه عوامل لري.
هغه د اوبو د سم مدیریت نشتوالي ترڅنګ، په لویو ښارونو کې ډېر نفوس، اقلیمي تغییرات، د ځمکې لاندې له اوبو بې درېغه استفاده په افغانستان کې د څښاک اوبو د کموالي نور عمده لاملونه یادوي.
نوموړي زیاته کړه: «اقلیمي تغییرات د وچکالیو، د سېلابونو راتلو او په یخچالونو کې د واورو کمېدو لامل شوي او دغه راز د سولرپنلونو ارزاني چې خلک له هغو د کرنې لپاره استفاده کوي، دا چاره د دې لامل شوې چې زموږ هېواد د ناڅاپه سېلابونو او وچکالیو شاهد و اوسي، د هېواد سیندونه دې موسمیت پیدا کړي چې په نهایت کې د ځمکې لاندې اوبو له تغذیې سره ټکر کوي او د دې اوبو کمېدو لامل کېږي.»
سدید وایي چې د ځمکې لاندې اوبو مصرف دې محدود شي او یوازې دې د څښلو او د دېرو مهمو موخو لکه د شنو خونو اوبه کولو لپاره چې ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري، استفاده وشي، د ژورو څاګانو کیندل دې محدود شي او د اړتیا پر مهال که د ځمکې لاندې له اوبو هم استفاده کېږي، د بېرته تغذیې لپاره دې حد اقل یو کوچنی بند جوړ شي یا دې ژوره ځاه وکیندل شي، څو د اوبو بلانس وساتل شي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه څو د سطحي اوبو مدیریت په خپل لومړیتوب کې ونیسي، په ټول هېواد کې دې لوی او کوچني بندونه جوړ کړي او د اوبو مدیریت په ټولو پروژو کې دې خلکو ته ونډه ورکړي څو د مالکیت حس وکړي او د هغو ساتنې او خوندیتوب ته پام وکړي.
ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وزارت په روان کال کې د سطحي اوبو مدیریت برخه کې پر اتو بندونه کار کړی چې له دې ډلې درې یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او په ټول هېواد کې یې ۳۵۵ چکډيمونه جوړ کړي دي.
هغه وویل چې په کابل ښار کې یې د څښاک اوبو د کمښت ستونزې لپاره زرګونه جذبي څاګانې کیندل شوې او د اوبو پر ډېرو مصرفوونکو د ریسایکل سیسټم عملي شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وویل چې د دغه وزارت له پلانونو کابل ته د پنجشېر اوبو انتقال دی چې د هغه سروې، ډيزاین او تخنیکي مطالعه بشپړ شوي او د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوي دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې مخکې د چاپېریالساتنې ملي ادارې مسوولینو د روان کال په پیل کې ویلي وو چې د اقلیمي تغییراتو له امله په افغانستان ۲۱ میلیونه کسان د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اوبو او انرژۍ وزارت د ظرفیت لوړونې او پوهاوي سیمینار پای کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد د اوبو مدیریت برخه کې کلکه اراده لري.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP