جلالاباد (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د دغه ولایت د سرهرود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې شاوخوا شپږ زره کسان کار کوي چې نږدې نیمايي یې ماشومان او تنګي ځوانان دي.
خو هغوی وايي، په جلالاباد ښار او ولسواليو کې يې د مرستندويه ادارو په همکارۍ له درنو کارونو د ماشومانو د ژغورنۍ هڅې پیل کړې دي.
مسوولین وايي، د تورخم ښارګوټی، د جلالاباد ښار او د سرهرود ولسوالۍ د خښتو بټۍ هغه ځايونه دي چې ماشومان په کې پر درنو کارونو بوخت دي خو دوی دغو ټولو سیمو کې د ماشومانو لپاره ځانګړي پروګرامونه پلان او ځينې يې پلي کړي دي.
بلخوا، پر درنو کارونو بوخت ماشومان او د دوی د کورنیو غړي وايي چې له ناچارۍ او اړې ورځې يې ماشومانو درنو کارونو ته مخه کړې ده.
د ننګرهار د سرهرود ولسوالۍ – چې اوسمهال په کې ۴۸ د خښتو بټۍ فعالې دي – مسوولین وايي، نږدې شپږ زره کسان په کې کار کوي چې نږدې نيمايي يې ماشومان او تنکي ځوانان دي.
په دغو بټيو کې داسې کورنۍ هم شته چې پر خپلو لوڼو د خښتو جوړولو درانه کارونه کوي.
يوه له دغو ماشومانو لس کلنه سلما ده چې په خپلو کوچنيو لاسونو په دا ژمي کې د سهار له لمر خاته سره سم له خټو خښتې جوړوي.
د سلما پلار د همدغو خښتو کار له امله د هډوکو روماتیزم پر ناروغۍ اخته شوی چې کاږه شوي لاسونه او پښې يې اوس د ډېر کار توان نه لري.
د سلما پلار خانمحمد وايي، که ورته د يو بل کوچني کاروبار زمينه برابره شي نو هېڅکله به پر خپلې کوچنۍ لور باندې دا دروند کار ترسره نه کړي.
د جلالاباد ښار په ځينو برخو کې هم ماشومان د لاسي کراچۍ له چلولو سربېره له مستریانو، فلزکارانو او نجارانو سره د شاګردۍ ترڅنګ ځينې نور درانه کارونه ترسره کوي چې لوی لامل يې د کورنيو اقتصادي کمزوري او يا هم د کورنۍ د مشر نشتوالی دی.
انعامالله چې لا لس کلن هم نه دی، وايي، سپينږیری پلار يې د کور خرڅ او خوراک نه شي پوره کولی نو ځکه مجبور شوی چې لاسي کراچۍ ښار ته را وباسي او له خلکو سره درانه پيټي له يوه ځایه بل ځای ته يوسي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولین هم مني چې د جلالاباد ښار په ګډون د سرهرود ولسوالۍ د خښتو په بټيو او تورخم ښارګوټي کې ګڼ ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي خو وايي، د دوی د ژغورلو په موخه يې د مرستندویه ادارو په همکارۍ هڅې ګړندۍ کړې دي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فریدالله حقاني وايي، دوی په تورخم کې سلګونو ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره کړې چې د کار ترڅنګ زدهکړې هم وکړي او پر دې سربېره يې له کورنيو سره مالي مرستې هم کېږي چې ماشومان په ورځ کې لږ کار وکړي.
هغه زیاته کړه، د جلالاباد ښار په شاقه کارونو بوختو ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته يې د حرفوي او نورو زدهکړو زمينې برابرې کړې دي څو وکولی شي د کسب په زدهکولو سره له درنو کارونو خلاص شي.
دی وايي، د سرهرود د خښتو بټيو په اړه يې هم سروې ترسره کړې، په ۴۸ بټيو کې پنځه زره او ۸۷۹ کسان کار کوي چې نږدې نيمايي يې ماشومان او تنکي ځوانان دي.
دی وايي، له درنو کارونو د دغو ماشومانو د ژغورلو لپاره يې بېلابېلو خیریه بنسټونو سره خبرې روانې دي چې هم به ورته د زدهکړو زمينه برابره شي او هم به يې له کورنيو سره دوامداره نغدي مرستې کېږي چې خپل ماشومان د کار په خاطر له زدهکړو پاتې نه شي.
د يادونې ده، هغه ماشومان چې پر درنو کارونو بوخت وي، ډېری يې له زدهکړو پاتې کېږي او بیا د ټولنې د اوږو بار وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP