Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې یو اهنګر: د کورنیو تولیداتو په ملاتړ سره د اهنګرۍ صنعت د له منځه تلو مخه ونیسئ

هرات (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۳): ۴۹ کلن احمدشاه په هرات ښار کې د اهنګرۍ په یوه واړه دوکان کې د دغه صنعت ساتلو لپاره هڅې کوي؛ کلونه کېږي چې اوسپینز توکي جوړوي، اوس په ډېرې ناهیلۍ وايي چې بازار د پخوا په څېر رنګ نه لري.

د بهرنیو بې‌کیفیته توکو واردېدو له امله یې نه یوازې کار پیکه شوی، بلکې مسلک یې د له ‌منځه تلو سره مخ دی، احمد شاه له مسوولینو وغوښتل چې د داخلي صنایعو د ملاتړ له لارې پرې نه‌ږدي چې د اهنګرۍ صنعت له منځه لاړ شي.

دغه اهنګر د پژواک خبري اژانس خبریال ته وویل: «کلونه کېږي چې د اوسپنې باکیفیته توکي تولیدوم خو بهرنیو بې‌کیفیته توکو چې په ظاهر کې ښکلي او بیه یې ټيټه ده، زموږ بازار خراب کړی دی.»

نوموړی له مسولینو غواړي چې د اهنګرانو ستونزې جدي ونیسي څو د یاد صنعت د له منځه تلو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه: «یوه تېشه چې موږ جوړوو، شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ لګښت لري او په ۱۳۰ افغانیو یې پلورو، خو خلک د کورنیو باکیفتیه توکو پر ځای بهرنیو توکو ته لومړیتوب ورکوي، که دا پروسه دوام پیدا کړي، یاد صنعت د له‌ منځه تلو له ګواښ سره مخ کېږي.»

دا یوازې احمدشاه نه دی چې د اهنګرۍ صنعت د له ‌منځه تلو له امله اندېښمن دی، بلکې د دوکان په بله څنډه کې د ناصر محمدي په نوم یو بل اهنګر هم دی. هغه د یاد صنعت د نه ختمېدونکو ستونزو په اړه وویل، د کاروبار بازار یې پیکه شوی چې له امله یې ژوند سخت شوی چې اوس خپل لومړني لګښتونه په سختۍ برابروي.

هغه د یاد صنعت د راتلونکي په اړه په اندېښنې څرګندولو سره وویل: «زموږ کار د کال په بېلابېلو فصلونو کې بدلون کوي خو که بازار ولرو، د ډېرو خلکو اړتیاوې پوره کولای شو. له حکومته غواړو چې هرات کې تولیدېدونکو توکو ته د ورته توکو واردات محدود کړي.»

اقتصادي کارپوهان هم د بهرنیو ورته توکو واردات د داخلي صنعت د رکود یو اصلي لامل ګڼي.

د ګلاب حیدري په نوم یوه کارپوه پژواک ته وویل، د هېواد کورنی صنعت دومره پیاوړی نه دی چې د ورته توکو وارداتو سره سیالي وکړي او که حکومت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، د کار صنعت ته به سخت زیان ورسېږي.

ورته مهال، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو هم د کورنیو صنایعو د وده او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او له خلکو غواړي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ برخه کې ګام پورته کړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر مولوي حمیدالله غیاثي وايي، خلک دې هڅه وکړي چې له داخلي تولیداتو څخه ګټه واخلي چې په وینا یې، د خلکو له لورې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستل او دې برخه کې همکاري د یادې حرفې د ودې او له هغه د ملاتړ لامل کېږي.

اوس د هرات په کچه یوازې څو د اهنګرۍ دوکانونه فعالیت کوي، دغه صنعت چې یو وخت هرات کې د اقتصاد ستنې ګڼل کېدې اوس د خلکو او حکومت ملاتړ ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.