Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو ايستلو په اړه خپله پرېکړه لغوه کړي

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د بښنې نړۍوال سازمان د پناه‌غوښتونکو او کډوالو د حقونو کمپاینر له پاکستانه غوښتي څو د افغان کډوالو ایستلو په اړه خپله پرېکړه لغوه کړي.

دغه‌ راز، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي هم له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او د هغوی په زور ایستلو لړۍ ودروي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي ادارو له درېیو ورځو راهیسې د اسلام‌اباد په بېلابېلو سیمو کې کور په کور پلټنې پیل کړې او ډېر افغان کډوال یې نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته به له (No Objection Certificate) پرته هيڅ افغان کډوال په اسلام‌اباد کې د پاتې کېدو حق ونه لري.

د بښنې نړۍوال سازمان د پناه‌غوښتونکو او کډوالو د حقونو برخې د خپل یوه کمپاینر جیمز جنیون له قوله لیکلي چې د سختو تعقیبونو په اړه د پاکستاني چارواکو بې‌تفاوته چلند جدي بشري سرغړونه ده او انساني ناورینونه چې افغان کډوال ورسره مخ دي، ناهیلي کوونکي دي.

د هغه په خبره، د دې پر ځای چې پاکستاني چارواکي د کډوالو ایستلو لړۍ درولو په اړه د نړۍوالو غوښتنې ومني، د اندېښنې وړ ده چې د پاکستان نوي حکومت د هغو کډوالو ایستل هم ډېر کړي چې د (ACC) سند لري.

هغه ویلي چې پاکستان کې «د بهرني غیرقانوني کډوالو ستنولو پروګرام» طرحه د بشري حقونو او پناه‌غوښتونکو له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې ده او د ټولو افغان کډوالو ژوند یې له جدي خطر سره مخ کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان د پناه‌غوښتونکو او کډوالو د حقونو کمپاینر ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه د څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوالو ژوند په خطر کې اچوي.

هغه ویلي: «موږ له پاکستاني چارواکو غوښتنه کوو چې دا پرېکړه دې لغوه کړي او له بشري حقونو سره مطابقت کې قانون دې چې په هېواد کې د پناه‌غوښتونکو حقوق خوندي کوي، تصویب کړي او د پناه‌غوښتونکو د وضعیت او پروتوکولونو په تړاو د ۱۹۵۱ کال کنوانسیون د غړي دولت په توګه ځان عیار کړي.»

ورته مهال، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې ناسم چلند او د هغوی په زور ایستلو لړۍ ودروي.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «پاکستاني چارواکي باید له افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د هغوی په زورایستلو مخه ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت هم تېره ورځ په اسلام‌اباد کې د ۸۰۰ افغان کډوالو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې وه څو دې ستونزو ته په بېړه رسېدنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.