Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روسیې سفیر: افغان سوداګرو ته مناسبې اسانتیاوې رامنځته کوو
ارشیف

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۳): د فدراتیفې روسیې سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه مخ په لوړېدو ده او ژمنه یې وکړه چې افغان سوداګرو ته به مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملاعبدالمنان عمري کابل کې د فدراتیفې روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف او له هغه هېواده د اقتصادي او تجارتي مشاور نیکولای ساژنوف په مشرۍ راغلي پلاوي سره لیدلي.

عمري افغانستان ته د یاد پلاوي د سفر هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ښو کاري اړیکو د یادونې سربېره وویل، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نېک تعامل غوښتونکی دی.

هغه ویلي، اسلامي امارت توانیدلی دی چې د سیاسي اړیکو د ټینګښت سربېره په اقتصادي او تجارتي برخو کې هم له ګڼو هېوادونو سره ښې اړیکې ورغوي.

هغه زیاته کړې، افغانستان کې د بشپړ امنیت ټینګښت سره کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته دا فرصت برابر شوی چې هغوی دلته پانګونه وکړي.

د یاد وزارت سرپرست په سیمه کې د فدراتیفې روسیې ارزښت او اهمیت ته په اشارې سره هیله وښوده چې په روسیه کې به افغاني کرنیزو محصولاتو ته مناسب بازار برابر شي او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې شته اړیکې لا پراخې او هم د افغان کارګرو د لېږد پروسې په برخه کې دواړه لوري کاري - تخنیکي ګروپونه مشخص کړي څو یو ګډ تفاهم جوړ شي.

خبرپاڼه کاږي، د فدراتیفې روسیې سفیر وویل: «د افغانستان او د روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ښه پرمختګونه شوي، د سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده او ژمن یو په دې برخه کې نه یوازې دا چې روسي پانګه‌وال وهڅوو ترڅو دلته پانګه‌اچونه وکړي، بلکې افغان سوداګرو ته به هم مناسب سهولتونه رامنځته کوو.»

دغه راز، نوموړي د ترانزیټ برخه کې هم د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.