Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د سېلابونو له امله ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپيان دي

فراه (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۳): د فراه سیمه‌ییز مسوولین وایی، د دغه ولایت په پشت‌کوه ولسوالۍ کې د سیلابونو راوتو له امله ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د فراه ولایت د پیښو پر وړاندي د مبارزي د چمتووالی رییس مولوی محمداسراییل سیار پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن شاخوا درې نیمي بجې په پشت‌کوه ولسوالۍ کې یو شمېر خلک چې ماشومان او ښځې هم ورسره وې، غره ته د تفرېح لپاره تللي وو چې د سېلاب راوتلو پر مهال په غره کي بند پاتې وو، ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.»

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنسیم بدري هم دغه پېښه تاییدوي او وایي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي څو د پېښې قربانیان را انتقال کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.