ایبک (پژواک،۱۲چنګاښ ۱۴۰۴): سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دي.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن (پنجشنبه) د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د ایبک – مزارشریف پر لویه لاره شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښه له سړکه د یوه فیلډر موټر د وتلو له امله شوې ده چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.
سرچینې د پېښې لامنځته کېدو لامل د چلوونکي بېاحتیاطي یاده کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP