Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان د پي‌او‌ار کارت لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ ودروله
ارش

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د پاکستان حکومت امر کړی چې د افغان کډوالو د پي‌او‌ار کارتونو د تمدید په اړه دې تر وروستۍ پرېکړې د دغو کارت‌لرونکو پر وړاندې هیڅ ډول اقدام نه کېږي.

اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت پرون (جمعه) په یوه اعلامیه کې چارواکو ته امر کړی چې د دغو اسنادو د تمدید په جریان کې دې د هغو افغان کډوالو پر وړاندې چې PoR کارتونه لري، هيڅ ډول اقدام نه کوي.

په یاده اعلامیه کې راغلي: «دPoR  کارت د تمدید موضوع د فدرالي حکومت تر څېړنې لاندې ده، ټولو ادارو او سازمانونو ته لارښوونه شوې چې تر وروستۍ پرېکړې دې د ثبت شوو افغان کډوالو له ځورونې یا هغوی سره له ناوړه چلنده ډډه وکړي.»

د راپور له مخې، په پاکستان کې له ۲.۸ میلیون ډېر افغان کډوال ژوند کوي چې له دې ډلې شاوخوا ۱.۳ میلیون کسان د اوسېدنې لنډمهال کارتونه لري او شاوخوا ۸۱۳ زره کسان د افغانستان د تابعیت کارتونه (ACC)  لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.