Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ له ۱۲۸ کلونو وروسته یو ځل بیا د المپیکي سیالیو برخه شو

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍواله شورا وایي چې کرکټ لوبه له ۱۲۸ کلونو وروسته یو ځل بیا د اولمپیک سیالیو چې په ۲۰۲۸ کال کې د امریکا د لاس‌انجلس ښار په کوربه‌توب  ترسره کېږي، برخه ګرځي.

د کرکټ نړۍوالې شورا خبرپاڼه کې راغلي چې کرکټ لوبه به رسماُ یو ځل بیا د امریکا په لاس‌انجلس کې د ۲۰۲۸ کال اولمپیکي سیالیو برخه وي.

سرچینې زیاته کړې، د ۲۰۲۸ کال اولمپیکي سیالۍ د همدغه کال په جولای میاشت کې ترسره کېږي.

د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي چې په دغو سیالیو کې به د ښځو او نارینه‌وو شپږ شپږ لوبډلې برخه ولري چې د ټولو لوبېدونکو لوبغاړو شمېر به یې ۹۰ کسان وي او یادې لوبې به په شل‌اوریز فارمټ کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، په اولمپیکي سیالیو کې د کرکټ لوبه په وروستي ځل په ۱۹۰۰ کال کې د پاریس په کوربه‌توب د انګلیستان او فرانسې لوبډلو ترمنځ شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.