غزني ښار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسؤلین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۶۱ لوبغاړو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس منتخبي سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش آمر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، چې یادې سیالۍ د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون لهخوا، د غزني د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د دې ولایت په ورزشي جمنازیم کې د افغانستان د ملي فدراسیون د مسؤلینو په حضور کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغو سیالیو کې ورزشکارانو د ځوانانو او لویانو په دوو کټګوریو کې ګډون کړی و، او په پایله کې ۹ تنه د بدن ښکلا او ۹ تنه د فټنس له برخې څخه د ولایت منتخب ټيم ته غوره شول.
مجاهد وویل، چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او د منتخب ولایتي ټيم لپاره د غوره څېرو ټاکنه وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP