کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ روان تاوتریخوالي سخت تلفات اړولي او که اسلاماباد لا هم پر نظامي حللارې باور لري، اشتباه کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ روان تاوتریخوالی د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د پام وړ تلفاتو لامل شوی دی.
هغه زیاته کړې: «که د پاکستان حکومت فکر کوي چې د دې ستونزې لپاره نظامي حللار شتون لري، نو تېروتنه کوي؛ زه هيڅ قانعکوونکي ستراتیژي نه وینم.»
د خلیلزاد په باور، وخت یې رارسېدلی چې اسلاماباد سیاسي تګلاره خپله او مذاکرات پیل کړي.
هغه ویلي چې افغانستان باید په داسې مذاکراتو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.