Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي د میمنې ښار د سړکونو جوړولو پروژې بشپړېدو غوښتنه کوي

میمنه (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): د فاریاب د مرکز میمنې ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، اووه کاله مخکې په دغه ښار کې د ۳۳ کیلومتره سړکونو جوړولو چارې پیل شوې خو لا یې د ویالو جوړولو چارې نه دي بشپړې شوې او باید دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

د یادونې ده، د میمنې ښار د ۳۳ کیلومتره سړکونو جوړولو پروژه چې په ۱۳۹۷ کال کې د ۹۱۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې وه، تر اوسه بشپړه شوې نه ده.

د یادې پروژې قراردادي شرکت وایي، د مالي مطالباتو تر ورکړې دوی نه کولای کار ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې د ټولګټو چارو وزارت بیا تخنیکي ستونزې او د بودجې کموالی د پروژې درېدو لامل بولي.

خو د ټولګټو چارو وزارت زیاتوي چې له پخوانۍ ادارې څه باندې ۵۰ نیمګړې پروژې چې د میمنې ښار سړکونه هم پکې شامل دي، په میراث ور پاتې دي، د قرارداد ډول او د شرکتونو کارونه تر ارزونې لاندې دي او د بودجې په برابرېدو سره به هره پروژه پړاو په پړاو عملي شي.

د میمنې ښار د څلورمې ناحیې د یوې ساحې استازي عبدالرحیم اوچقون پژواک خبري اژانس ته وویل چې د میمنې ښار د سړکونو جوړولو کار اووه کاله مخکې پیل شوی خو تر اوسه یې لا ویالې نه دي بشپړې او په ډنډونو بدلې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د میمنې ښار د سړکونو غاړې کندې او ناپاکې ویالۍ د خلکو لپاره په سترې ستونزې بدلې شوې چې هره ورځ پرې څو زړه‌بوږنوونکې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او تېرېدونکي کسان،  په ځانګړي توګه مېرمنې او ماشومان ورلوېږي او ټپيانېږي.»

د اوچقون په وینا، دغه ویالې اوس د خځلو، فاضله‌ اوبو او حشراتو پر ځالې بدلې شوې؛ ځکه چې په غیرمعیاري ډول جوړې شوې او د کورونو، حمامونو او هوټلونو چټلې اوبه د ښار د بدبوی کېدو لامل شوې دي.

هغه زیاته کړه، هماغه مهال قراردادي شرکتونو دا پلمه کوله چې د حکومت مخالفین د دوی د کار خنډ ګرځېدلي وو او اجازه یې نه ورکوله چې ګریډرونه له هراته میمنې ته انتقال کړي خو اوس امنیت شته، معلومه نه ده چې ولې دا پروژه نه بشپړوي.

هغه وویل: «د میمنې ښار د سړکونو په پیسو لویې پانګونې شوې، ماڼۍ پرې جوړې شوې، اسلامي امارت باید د قراردادي شرکت مسوولین اړ کړي چې پاتې کارونه بشپړ او خلک له دغه کړاوه خلاص کړي.

ورته مهال، د فاریاب یو قومي متنفذ خیرالله صوفي‌زاده وايي چې د «فیض فضل‌الله» قراردادي شرکت د میمنې ښار په سړکونو کې له ۱۶ زره ډېرې کندې او کډي د اوسپنې پنجرو له لګولو پرته پرېیښي چې اوس یې خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

صوفي‌زاده زیاته کړه: «د سړک دواړو خواوو او د خلکو کورونو مخې ته سرلوڅې ویالې شته، ځیني وخت د شپې مهال چې برېښنا نه ‌وي، تېرېدونکي خلک چې ډېری یې ماشومان او سپین‌ږیري دي، دغو ویالو ته لوېږي او زیانمنېږي، د میمنې په روغتون کې د ټپیانو شمېرې شته.»

هغه زیاتوي، اسلامي امارت باید له قراردادي شرکتونو سره حساب تصفیه کړي، که شرکتونه پیسې غواړي، پیسې دې ورکړل شي څو د سړکونو پاتې چارې بشپړې کړي او خلک له بدبختیو وژغورل شي.

بلخوا، د میمنې ښاروال داملا ګل‌احمد مبشر د خلکو او ګذر وکیلانو د شکایتونو په تایید وايي چې قرارداداي شرکت په میمنه ښار کې د ۳۳ کیلومتره سړکونو جوړولو پروژې چارې نیمګړې پرېیښې، ویالې یې غیرمعیاري جوړې کړې او ځايي اوسېدونکو او د ښاروالۍ ادارې ته یې ستونزې پيدا کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د میمنې ښار د ۳۳ کیلومتر سړکونو جوړولو پروژې له پلې کېدو مخکې د افغانستان یو له پاکو ښارونو شمېرل کېده، خو د قراردادي شرکت د چارو نیمګړې پاتې کېدل د دې لامل شوي چې ویالې د خځلو پر ډېران او د حشرو پر ځالو بدلې شي او چاپېریال ککړ کړي.

ورته مهال، د میمنې ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مدیر محمدقاسم صفي وايي، د ۳۳ کیلومتره سړکونو دواړو خواوو ته د ویالو او د پلې لارو د مزاییک چارې اووه کاله مخکې د ټولګټو وزارت په بودجه له «فیض فضل‌الله» شرکت سره قرارداد شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي او شاوخوا ۱۶ زره او ۸۰۰ ګریلو ته اړتیا ده چې هر ګریل څه باندې ۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ بیه لري.

هغه زیاته کړه، په ښار کې د ویالو نیمګړو چارو ترڅنګ پر دې چې خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي، هره ورځ پېښې کېږي، د ښاروالۍ د تنظیف پرسونل یې هم له ستونزو او خنډونو سره مخ کړی، هغوی نه شي کولای پر وخت رسېدنه وکړي او کثافات ولېږدوي.

نوموړي زیاته کړه، د ټولګټو وزارت باید د قراردادي شرکتونو مسوولین راوغواړي او د پاتې چارو په بشپړولو کې له هغوی ژمنه واخلي.

دغه‌راز، د فاریاب د ترافیک امر داملا عبدالجبار وویل، په میمنه ښار کې ډېرې پېښې د هغو ویالو له امله دي چې چارې یې نیمګړې پاتې او فلزي پنجرې پرې اېښودل شوې نه ‌دي.

هغه زیاته کړه، که د سړک غاړو ته د ویالو چارې بشپړې او لویې لارې د ټولګټو وزارت له لوري ورغول شي، ترافیکي پېښې د پام وړ کمېږي.

دغو سر لوڅو ویالو ته د لوېدو له امله د لسګونه کسانو ټپي کېدل

د میمنې د روغتون سرطبیب ډاکټر ابراهیم کریمي تاییدوي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون د میمنې ښار ډېری اوسېدونکي له تېرو ۷ کلونو راهیسې په ترافیکي پېښو او په لښتیو کې د لوېدو له امله ټپیان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو، ماشومانو او لویانو په ګډون ۵۰ کسان چې په دغه ویاله کې د لوېدو له امله ټپیان شوي وو، په دغه روغتون کې ثبت شوي دي.

د ټولګټو وزارت: د میمنې ښار د سړکونو په ګډون نیمګړې پروژې به په تدریجي پیل شي

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پژواک ته وویل چې د میمنې ښار د سړکونو د پروژې په ګډون، په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۰ نیمګړې پروژې له تېر حکومته دغه وزارت ته پاتې دي چې دغه ټولې پروژې د څېړنې او ارزونې په موخه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ته استول شوې دي.

هغه زیاته کړه، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت له لوري له ارزونې او د نیمګړو پروژو او ترسره شوو یا پاتې کارونو د تړون له څرنګوالي وروسته به د شرکتونو پورونه خلاص او د نیمګړو پروژو کارونه په په تدریجي ډول پیل شي.

هغه زیاته کړه چې د میمنې ښار د سړکونو جوړولو پروژه د ټولګټو وزارت د پلان برخه ده، خو سږ کال د هغو د کار پیلېدو لپاره بودجه نه ده ځانګړې شوې، که راتلونکی کال په بودجه کې شامل شي، نو پاتې کارونه به یې بشپړ شي.

هغه زیاته کړه: «ځینو شرکتونو خپلې د تامیناتو پیسې غوښتې دي، ځینو شرکتونو کار کړی او پیسې یې نه دي اخیستې او یو شمېر شرکتونو پیسې اخیستې هم دي، ټولې پروژې له څېړنې او د حساب له تصفیې وروسته پیلېږي.»

د فضل‌الله شرکت استازی: د پروژې د کار درېدو لامل د مالي سرچینو کمښت دی، نه د شرکت ناغېړي

د «فضل‌الله» شرکت استازي سلیمان چاکر وايي چې د کار درېدل او ځنډېدل د شرکت ناغېړي نه، بلکه مالي ستونزې او د اړوندو بنسټونو له لوري پر وخت د شرکت د انوایسونو نه اجرا کول دي.

هغه زیاته کړه چې دغه شرکت څو ځلې د ټولګټو له وزارت سره ژمنه کړې چې د خپلو غوښتنو له پوره کېدو او ستونزو له حلېدو سره سم له کوم ځنډ پرته سملاسي د پروژې کار پیلوي او له تړون او تخنیکي معیارونو سره سم به بشپړې شي.

هغه وویل: «دا چې خلک او د فاریاب ځیني مسوولین د فیض فضل‌الله شرکت د پروژې په نه عملي کولو کې ملامت ګڼي، وضعیت سم نه دې درک شوی؛ ځکه شرکت په ټول توان او خپلو تخنیکي امکاناتو سره د پروژې ادامې او بشپړولو ته چمتو دی.»

چاکر په ټینګار سره وايي چې اساسي موضوع همغه د مالي سرچینو کمښت دی چې د کار د پرمختګ مخ یې نیولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.