کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): جاپان، ایران، پاکستان، ملګروملتونو، اروپايي ټولنې او ځینو نورو بنسټونو او هېوادونو دافغانستان په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او د دې پېښېله امله د زیانمن شوو د ملاتړ او مرستې لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
تېره شپه شاوخوا یوه بجه د ریښتر په کچه ۶،۳ زلزله وشوه چې مرکز یې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې و او کابل، سمنګان، سرپل او کندوز ولایتونه یې هم ولړزول.
د سیمهییزو سرچینو د راپورونو پر بنسټ، په بلخ او سمنګانولایتونو کې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۷۰ نور ټپیان شوي دي. دغه رازسلګونه استوګنیز کورونه بشپړ یا یو څه ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نورو بشري بنسټونو سره یوځای یېد ارزونې او مرستې رسونې ټیمونه زلزلهځپلو سیمو ته استولياو د مرستې رسونې بېړني عملیات یې پیل کړي دي.
دغې ادارې زیاته کړې چې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ، د مرګژوبلې د لوړېدو احتمال شته.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم پر خپلهاېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان په شمال، په ځانګړې توګه په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د «مرګونې زلزلې» له امله سخت خواشیني دي او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږيڅرګندوي.
په پیغام کې راغلي چې دغه اتحادیه د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده او د اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکې اداره د هوایي ارزونې ترسره کولو لپاره په سیمه کې حضور لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) هم پر خپله اېکسپاڼه په یوهبیان کې اعلان کړی چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله خواشیني شوي او د بېړني غبرګون په هڅو کې همکارۍاو له اغېزمنو کورنیو سره د مرستې لپاره چمتو دي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کینيچي ماساموتو د هېوادپه شمال کې د زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د خواخوږي ترڅنګ، له زیانمنو د ملاتړ لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی دی.
دغهراز، په کابل کې د ایران سفارت هم پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې د افغانستان په شمال کې زلزله، چېخلکو ته د ځاني او مالي زیان اوښتو لامل شوه، د دوی د سختې خواشینۍ لامل شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په کابل کې د ایران سفارت د الله (ج) له درباره د دې پېښې قربانیانو ته د دعا او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې او له زیانمنو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
سرچینې زیاته کړې: «د ایران اسلامي جمهوریت به د تل په څېر په سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او د افغان چارواکو سره تر سلا مشورو او د پېښې د جزئیاتواو د ځایي خلکو د اړتیاوو په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته لازمې مرستې برابر کړي.»
دغهراز، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې زلزلې له امله خواشیني ښودلې ده.
هغه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې ده.
د افغان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر خپله اېکسپاڼه یوه پیغام کې د هېواد په شمال کې د زلزلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP