ژبه

جوزجان کې یو ماشوم موټر وهلی او مړ شوی

رقیبه پویا عزیز

دسمبر 28, 2025 - 9:39 am

Views: 149

شبرغان (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خماب ولسوالۍ کې یو ماشوم موټر وهلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي چې یاده پېښه پرون (شنبه، د مرغومي شپږمه) غرمه یوه بجه د یادې ولسوالۍ په نواباد مهاجر کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې یو ټیلري موټر یاد ماشوم لاندې کړی او کلینیک ته له لېږدېدو وروسته یې د سختو ټپونو له امله سا ورکړې ده.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې د ټېلري موټر چلوونکی د دوی په نظارت کې دی.