شبرغان (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې روغتیايي چارو متخصصین ټینګار کوي چې د مېندوارۍ پر مهال سالمه تغذیه د مور د روغتیا او د جنین د سالمې ودې لپاره حیاتي رول لري، خو په جوزجان ولایت کې ځینې میندې وایي چې اقتصادي فقر او د سالمې تغذیې په اړه نه پوهاوی د دې لامل شوي څو د دوی او د ماشومان روغتیا یې له ګواښ سره مخ شي.
په افغانستان کې خوارځواکي یوه جدي ستونزه ده چې د ماشومانو پر وده او د میندو پر روغتیا مستقیم اغېز لري. اصلي عوامل یې فقر، د کافي او متنوع خوړو نشتوالی، ناامني، د کورنیو کم پوهاوی او په کلیوالي سیمو کې د روغتیايي خدمتونو محدودیتونه دي. همدارنګه وچکالي او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی هم هغه څه دي چې کورنۍ نه شي کولای تامین یې کړي چې له امله یې میندې او کوچني ماشومان له روغتیايي ستونزو سره مخ کېږي.
جوزجان ولایت هم له دې ستونزې نه مستثنا نه دی او ځینې میندې د ناسمې تغذیې له امله له ستونزو سره مخ شوې دي.
د جوزجان د دوکوه ولسوالۍ اوسېدونکې ۳۰ کلنه زهرا وایي: «لومړۍ مېندوارۍ مې په ضعیفه تغذیه کې تېره کړه؛ ډېرې ورځې به مې یوازې ډوډۍ او چای خوړل، همدا سبب شو چې ماشوم مې مړ پیدا شو او له لاسه مې ورکړ.»
هغې د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه؛ ویې ویل دوه کاله وروسته اوس بیا مېنداره ده، خو اندېښنه لري چې دا ځل هم هغه وضعیت سره مخ نه شي.
هغې زیاته کړه: «ډاکټر ته راغلم، راته ویې ویل چې باید مېوه، سبزیجات، لبنیات او هګۍ زیات وخورم او د کلینیک له خوا هم مغذي مواد راکړل شول.»
د شبرغان ښار د نواباد سیمې اوسېدونکې ۲۸ کلنه فاطمه وایي: «په لومړۍ مېندوارۍ کې مې اشتها کمه وه، د اوسپنې او فولیک اسید مکملونه مې کارول، خو بیا هم ضعیفه وم. اوس مې زده کړل چې باید مېوه او سبزیجات وخورم او کافي اوبه وڅښم، اقتصادي بدیلونه لکه حبوبات او هګۍ وخورم.»
هغې زیاته کړه: «ډېر کله د اقتصادي ستونزو له امله تازه غوښه یا مېوه نه شم اخیستلی، خو قابلې راته وویل چې عدس، لوبیا او هګۍ هم ښه بدیل کېدای شي.»
د شبرغان ښار اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ۲۶ کلنه شکیبا چې کوچنی ماشوم یې په غېږ کې و، وایي: «کله چې مېندواره وم، مېړه مې په ایران کې کار کاوه، زه یوازې وم، زیاتره ورځې مې هیڅ مناسب خوراک نه درلود، غالۍ مې اوبدې، یوازې ډوډۍ او چای مې خوړل، کله ناکله یو ګوله وریجې یا کچالو. ډاکټر یا قابله نه وو چې راته ووایي څه باید وخورم، فکر مې کاوه همدا بس دي.»
هغې خپل ماشوم ته په کتو وویل: «چې کله مې زوی وزېږېد، وزن یې ډېر کم و، اوس درې کلن دی، خو له څېرې یونیم کلن ښکاري. ډاکټر وايي، بدن یې ضعیف دی؛ ځکه چې ما په مېندوارۍ کې کافي مغذي مواد نه و خوړلي. تل ناروغ او ژر ستړی کېږي، ان خبرې یې هم وروسته پیل کړې.»
هغې زیاته کړه چې اوس د ډاکټر د سپارښتنې له مخې له قوي خو ارزانه خوړو استفاده کوي څو راتلونکی ماشوم یې سالم وزېږي او خپله روغتیا یې هم ښه پاتې شي.
د جوزجان ولایتي روغتون د نسایي ولادي متخصصه ډاکټر ثریا قیومي وایي: «په مېندوارۍ کې د مور بدن د یوې فعالې فابریکې په څېر دی چې هم باید خپله انرژي وساتي او هم د جنین ودې لپاره اړین مواد برابر کړي. د تغذیې کمښت کولی شي د ماشوم د کم وزني، له وخت مخکې زېږون، کمخوني، لوړ فشار او ان د جنین د له منځه تلو لامل شي.»
هغې زیاته کړه: «په لومړیو درېیو میاشتو کې د فولیک اسید کمښت د جنین د مغز او نخاع د ستونزو سبب کېدای شي، په دویمه او درېیمه میاشت کې د اوسپنې او پروټین کمښت د مور عمومي ضعف، ستړیا او خپګان رامنځته کوي.»
ډاکټر قیومي ټینګار کوي، سمه تغذیه یوازې ډېر خوړل نه دي، بلکې د مفیدو او متوازنو خوړو انتخاب هم مهم دی.
هغې سپارښتنه کوي چې میندې باید د چای، قهوې، نوشابې او له ډېرو غوړو خوړو څخه ډډه وکړي او پر ځای یې مېوه، سبزیجات، لبنیات، حبوبات او کم غوړه غوښه وخوري.
کابل کې د نسایي او ولادي برخې متخصصه ډاکټر فرزانه دراني وایي: «سالمه تغذیه په مېندوارۍ کې د مور روغتیا او د جنین د ودې لپاره حیاتي ده؛ کله چې مور متوازن او کافي خواړه ونه خوري، د هغې او جنین روغتیا په خطر کې لوېږي.»
هغې زیاته کړه چې نامناسبه تغذیه د مور لپاره کمخوني، ضعف، کم انرژي، د معافیتي سیسټم ستونزې او د انتاناتو زیات خطر رامنځته کوي. د جنین لپاره یې ممکن د کم وزنۍ، د رحم دننه د ودې د ځنډ، وخت مخکې زېږون او ځینو تکاملي اختلالات سبب شي.
ډاکټر فرزانه له میندو غواړي چې پروټین لرونکي خواړه لکه غوښه، حبوبات او تازه سبزیجات وخوري، د کلسیم کافي مقدار او د ډاکټر توصیه کړي مکملونه لکه فولیک اسید او اوسپنه په پام کې ونیسي. همدارنګه دې له ډېرو مالګینو، غوړو او غیرصحي خوړو ډډه وکړي.
هغې زیاته کړه چې شدیده کمخوني د مور لپاره ضعف، سرګرځېدنه او د ماشوم لپاره د وزن کموالی، د معافیتي سیسټم کمزوري او د ودې ستونزې رامنځته کولی شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک ته وویل: «د ۲۰۲۵ میلادي کال په پیل کې ځینو بهرنیو ادارو پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېندواره میندو شمېر شاوخوا ۳.۷ میلیونه اټکل کړی و، خو د دغه کال په پای کې د ۳۲۰۰ صحي مرکزونو د راپورونو له مخې چې په هېواد کې د خوارځواکۍ برخه خدمتونه وړاندې کوي، بیا دغه شمېر شاوخوا درې میلیون کسان ښودلی دی.»
هغه زیاته کړه: «د دغو درې میلیون کسانو له ډلې، یو اعشاریه درې میلیونه د منځنۍ درجې سوءتغذیه لري، اووه سوه زره د شدیدې سوءتغذیې ښکار دي او شاوخوا یو میلیون د بارداره او شیدې ورکوونکو میندو له شدیدې او منځنۍ درجې سوءتغذیې سره مخ دي.»
شرافت زمان د خوارځواکۍ برخه کې د خدماتو د پراختیا یادونه وکړه ویې ویل چې د اسلامي امارت له حاکمیت مخکې ۸۰۰ صحي مرکزونه فعال وو، خو اوس دغه شمېر ۳۲۰۰ ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه: «هدف دا دی چې موجودو میندو او ماشومانو ته خدمات وړاندې شي، د مغذي موادو تولید په کور دننه وشي او د صحي سازمانونو په مرسته دوامداره خدمات برابر شي.»
شرافت زمان د عامه پوهاوي کچې لوړول د خوارځواکۍ مخنیوي برخه کې مهم وبلل او ویې ویل چې د پوهاوي او مخنیوي برنامې هم پراخېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP