Language

روسیې له افغانستان سره د برېښنا انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائيوي ریيس د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ برخه کې د همکاریو پیاوړتیا مهمه بللې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه شرکت اجرائيوي ریيس ملا عبدالحق همکار او په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل‌حسن حسن د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادیمیر خازوف سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالحق همکار په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا مهمه بللې ده.

ولادیمیر خازوف هم له افغانستان سره د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر دوام او پراختیا او د روسیې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې له افغانستان سره د انرژۍ او اقتصادي همکاریو پراختیا تل د دوی د غونډو مهمه برخه جوړوي او په دې برخه کې په دوامداره توګه کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي ګل‌حسن حسن او ملا عبدالحق همکار د سوداګرۍ ترڅنګ، د برېښنا انرژۍ او تخنیکي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا مهمه بللې او له روسیې یې مننه کړې ده.