ژبه

د احصایې ملي اداره: په تېره یوه‌نیمه لسیزه کې د هېواد ځنګلي پوښښ ۳۵ سلنه پراخ شوی

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د احصایې او او معلوماتو ملي اداره وایي چې په تېره یوه‌نیمه لسیزه کې د هېواد د ځنګلونو پوښښ ۴۲۷ زره هکټاره پراخ شوی دی.

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې دې ادارې د جغرافیایي معلوماتو د ریموټ سنسنګ ټکنالوجۍ او سپوږمکۍ انځورونو په کارولو سره په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد د ځنګلونو  پوښښ ساحې تثبیت کړې دي چې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پرتله یې په پوښښ کې ۴۲۷ زره هکټاره (۳۵ سلنه) زیاتوالی راغلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد د ځنګلونو د سټلایټي نقشه کولو شمېرې ښیي چې په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد د ځنګلونو تر پوښښ لاندې ساحه شاوخوا ۱٫۶ میلیون هکټاره وه چې د افغانستان د ټولې ځمکې ۲٫۵۴ سلنه جوړوي. همدارنګه د ځنګلونو او بوټو ټولیزه ساحه شاوخوا ۳٫۳ میلیون هکټاره ده چې د هېواد د ټولې خاورې ۵٫۰۶ سلنه جوړوي.

سرچینه زیاتوي، د وروستیو شمېرو تحلیل ښيي چې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پرتله د ځنګلونو په پوښښ کې ۴۲۷ زره هکټاره او د ځنګلونو او بوټو په ټولیزه ساحه کې ۱٫۵ میلیون هکټاره (۸۳ سلنه) زیاتوالی لیدل کېږي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ځنګلونو پوښښ کې تر ټولو ډېر زیاتوالی په پکتیا، خوست، بدخشان، بغلان، بادغیس، ننګرهار، کونړ، هرات او لغمان ولایتونو کې لیدل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، نورستان د ۲۷۴ زره هکټاره ځنګلونو په لرلو سره د هېواد په کچه تر ټولو ډېر ځنګلونه لري او ورپسې کونړ ۲۵۳ زره هکټاره، بادغیس ۱۸۰ زره هکټاره، پکتیا ۱۷۰ زره هکټاره، خوست ۱۲۸ زره هکټاره او پکتیکا ولایت ۱۱۹ زره هکټاره ځنګلونه لري.

د یادونې ده، طبیعي ځنګلونه د افغانستان له مهمو ملي شتمنیو شمېرل کېږي او په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري.

ورته موضوع