کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشي وایي، په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو د پوځي زیربناوو ځای پر ځای کول د منلو وړ نه دي.
د روسي رسنیو د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو پرون (چهارشنبه) ویلي چې په ایران او شاوخوا سیمه کې د وروستیو تحولاتو په پام کې نیولو سره، په افغانستان او سیمه کې د امریکا او ناټو پوځي حضور یوازې ګواښونه زیاتوي.
شویګو دغه څرګندونې د روسیې او منځنۍ اسیا د امنیت شوراګانو د درېیمې غونډې پر مهال کړې دي.
نوموړي تر دې مخکې هم ویلي وو چې امریکا او متحدین یې باید له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې بشپړ مسوولیت ومني.
هغه ټینګار کړی چې له کابل سره د همکاریو پراخول او له افغانستان سره د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیل، د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.
د یادونې ده، د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد د مسکو د نړۍوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې له سرګي شویګو سره لیدلي دي.