ژبه

افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس: د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه لغوه شي

توسط سهراب سرورى

جون 2, 2026 - 2:22 pm

Views: 12

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس وړاندیز کړی چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دې ویزه په بشپړه توګه لغوه شي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز رییس رستم حبیبولین دغه وړاندیز د ۲۰۲۶ کال د سن‌پټرزبورګ نړۍوال اقتصادي فورم (SPIEF) له جوړېدو مخکې مطرح کړی دی.

هغه ویلي چې د مسکو او کابل ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره پراخېږي او د سوداګرو او سیلانیانو لپاره د سفرونو اسانتیا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې بل منطقي ګام کېدای شي.

حبیبولین د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې وروستیو پرمختګونو ته په اشاره ویلي چې د روان کال په پیل کې د افغانستان سفیر خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې کړ.

د هغه په خبره، همداراز په کازان ښار کې د «روسیه – اسلامي نړۍ» غونډې پر مهال د دواړو لورو د ګډ کمېسیون لومړنۍ ناسته هم ترسره شوه.

هغه زیاته کړه چې د روسیې د امنیت شورا تر څار لاندې نړۍوال امنیتي فورم کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو لومړنی هوکړه‌لیک هم لاسلیک شو.

نوموړي وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزې لغوه کېدل کولی شي د سوداګریزو او سیاحتي اړیکو پراختیا، د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او نوو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او دا چاره د تاتارستان جمهوریت لپاره چې د روسیې د یو شمېر لویو صادراتي شرکتونو کوربه دی، ځانګړی اهمیت لري.