ژبه

نن شپه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د بنګله‌دېش له ۲۳ کلنې کم‌عمره لوبډلې سره لوبه کوي

هجرت‌الله کاکړ

جون 4, 2026 - 9:33 am

Views: 6

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن شپه خپله دویمه لوبه د بنګله‌دېش له ۲۳ کلنې کم‌عمره لوبډلې سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، دغه لوبه نن (پنجشنبه) ماښام اته‌نیمې بجې ترسره کېږي.

یاده لوبه د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، مالدیف او پاکستان ملي او د بنګله‌دېش له ۲۳ کلنو کم‌عمره لوبډلې ګډون لري.

دغه‌راز، یادې سیالۍ د غبرګولي په ۱۱مه د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۰مې به دوام ولري.

د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړې ده.