ژبه

د اسلامي امارت مشر له چارواکو غوښتي چې د عفوې او پخلاینې فرهنګ پیاوړی کړي

احمد صهيب حسرت

جون 4, 2026 - 4:34 pm

Views: 11

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵):  د ا.ا مشر پر یووالي، صبر او د مسوولیتونو پر ښه ترسره کولو ټینګار کړی او له چارواکو یې غوښتي چې شریعت لومړی پر ځان عملي کړي، له علماوو سره مشورې او فقهي مجالس دوامدار وساتي او د عفوې او پخلاینې فرهنګ پیاوړی کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت زعیم شیخ هبت‌الله اخندزاده د شمال‌لوېدیځ او شمال‌ختیځ زونونو د نهو ولایتونو له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمې له رییسانو او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي: «تواصو بالحق او تواصو بالصبر؛ تذکیر او مذاکره د مسلمانانو لپاره ضروري دي چې په خپل منځ کې یې عملي کړي؛ ځکه په دې سره د ایمان قوت حاصلېږي، کوم څوک چې مسوولیت لري هغه تذکیر او مذاکرې ته ډېر ضرورت لري، نو کوښښ کوئ په خپلو منځونو کې دا تذاکیر او مذاکرې او تواصو بالحق او تواصو بالصبر دوامداره کوئ، څو غفلت په کارونو کې رانه شي دا یو اصلاحي ضرورت دی، دین نصیحت او خیرخواهي ده، تاسو به کوښښ کوئ چې په ټولو برخو کې خیرخواهي وکړئ، د مسلمانانو لپاره خیرخواهي په دې کې ده چې وحدت او یووالي ته را وبلل شي.»

هغه زیاته کړې چې په وحدت باندې د مسلمانانو قوت پیدا کېږي او په قوت باندې د مسلمانانو نظام محکم کېږي، په تفرقه او اختلاف باندې د مسلمانانو قوت له منځه ځي چې په نتیجه کې به دښمن پرې غالب کېږي.

ده د یادو ولایتونو چارواکو ته په خطاب کې ویلي: «نن الله جلاجلاله د خدمت یو ښه موقع په لاس درکړې ده، د الله پاک د دین خدمت وکړئ، شریعت راولئ، کوښښ وکړئ‌ مسوولیتونه په ښه طریقه سر ته ورسوئ او حق یې ښه ادا کړئ، مقصد به مو پکې دا وي چې د الله پاک دین را لوړ شي، د مسلمانانو د کامیابۍ کوښښ کوئ، د ناکامۍ کوښښ به یې نه کوئ، خلک د الله طرف ته رابولئ، د الله پاک بند‌ه‌ګۍ او عبادت ته یې رابولئ، او ذکر ډېر کوئ، الله تعالی ته رجوع  ډېره کوئ.»

هغه زیاته کړې: «موږ چې کومه عمومي عفوه وکړه، هغه د دې لپاره وه چې انتقامونه وانه خیستل شي، او افغانستان په امن او په صلحه کې شي، او مجاهدین مو د دې څخه بند کړه چې انتقام واخلي، هغوی ته مو وویل تاسي اسلحه کېږدئ، موږ تاسې نه وژنو، حساب نه درسره کوو، نو دوی هم اسلحه کېښوله، موږ هم عفوه ورته وکړه، بیا مو حساب نه دی ورسره کړی، اوس یې هم نه ورسره کوو، نو چې موږ دومره غټه عفوه وکړه د شلو کالو جنګونو چې په هغه کې ډېر ظلمونه شوي وو.»

هغه د یادو ولایتونو له چارواکو غوښتي چې خلک وهڅوي څو عفوې سره وکړي.

ده دغه‌راز ویلي: «کوښښ وکړئ شریعت پر خپلو ځانو باندې عملي کړئ، څو خلک تاسي وویني او ستاسو تقلید وکړي، امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر کوئ، په فقهي مجالسو کې شرکت کوئ، په فقهي مجلسونو کې افاده او استفاده کېږي، د علماوو ترمنځ مینه او محبت پیدا کېږي، الله جلاجلاله علماوو ته د انبياوو عليهم السلام وراثت سپارلی دی چې دوی به علم زده کوي او د شریعت په رڼا کې به خلکو ته لارښوونې کوي.»

هغه ویلي چې علماء کرام او مسوولین دې د اسلامي امارت له خوا صادر شوي فرمانونه اول پر ځان عملي کړي او وروسته دې یې خلکو ته بیان کړي او ورسوي او په فرامینو دې خلک ښه پوه کړي.