کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې د غور سلګونه ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي، د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه د «کندیوال» کلي یو شمېر اوسېدونکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړی؛ هغه اقدام چې د زدهکوونکو او د هغوی د کورنیو له هرکلي سره مخ شوی دی..
د «کندیوال» کلي ښوونځی د زدهکوونکو کیسه
د غور په مرکز فیروزکوه کې د «کندیوال» کلي د هلکانو ښوونځی ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له کلونو راهیسې په ازاده فضا کې او سوځوونکي لمر ته زدهکړې کوي؛ خو تازه د یو شمېر معارفدوستو کسانو او د سیمې د اوسېدونکو له لوري د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو کار پیل شوی؛ هغه اقدام چې د زدهکوونکو او د هغوی د کورنیو هیلې یې د خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال ته زیاتې کړې دي.

د دغه ښوونځي یوه زدهکوونکي میراحمد پژواک ته وویل: «پنځه کاله کېږي چې په دغه مکتب کې درس وایو، په اوړي کې د تودوخې او په باراني وخت کې د سړې هوا له امله له ستونزو سره مخ کېږو.»
د هغه په خبره، له دې امله چې دوی ډېر وخت تر سره لمر لاندې او یا سړه هوا کې تېروي، دی او یو شمېر نور زدهکوونکي کله ناکله له روغتیایي ستونزو سره مخ کېږي.
هغه د ښوونځي لپاره د ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل: «دومره خوشحال یم چې نه یې شم بیانولای، کاش چې ژر یې کار بشپړ شي او په داسې ټولګي کې درس ووایو چې مېزونه او څوکۍ ولري.»
د دغه ښوونځي بل زدهکوونکي نورګل هم له خلکو او مسوولینو د هغوی د هڅو له امله د مننې ترڅنګ وويل: «موږ ډېر خوشحال شوو چې زموږ لپاره ودانۍ جوړېږي، دا ډېر ښه کار دی.»
هغه زیاته کړه چې دی او نور زدهکوونکي په ساړه موسم کې د سختې یخنۍ له امله پر ناروغیو اخته کېږي.
له بلې خوا، د یوه زدهکوونکي پلار عبدالرحمن وویل: «زموږ ماشومان کلونه کېږي چې په ازاده فضا او کله کله خېمو کې درس وایي، ډېر وخت ناروغه کېږي، خو موږ مجبور یو چې مکتب ته یې ولېږو، څو درس ووایي او سواد زده کړي.»
هغه زیاته کړه: «زه او د سیمې ټول اوسېدونکي هیله لرو چې ژر د دغه مکتب د ودانۍ کار بشپړ شي، څو زموږ ماشومان په ارام چاپېریال کې زدهکړې وکړي.»
کارپوهان: د ښوونځیو په جوړولو کې د خلکو رول ارزښتناک دی
په غور کې د پوهنې برخې یو کارپوه غلامسخي سخا مناسب تعلیمي چاپېریال د زدهکړو د ښه پرمختګ لپاره له اساسي اړتیاوو بولي او وایي: «هرڅومره چې د شاګردانو لپاره معیاري صنفونه جوړ شي او تعلیمي مواد په واک کې ورکړل شي، هغومره ښې زدهکړې کولای شي او ښه پرمختګ به ولري.»

د هغه په باور، نامناسب ښوونیز چاپېریال د زدهکړو پر بهیر منفي اغېز کوي او د شاګردانو د تعلیمي کچې د ټیټې پاتې کېدو لامل کېږي.
دغهراز، په دغه ولایت کې د پوهنې برخې یو بل کارپوه عبدالرووف عمري وایي: «د ښوونځیو په جوړولو کې د خلکو او خیرغوښتونکو کسانو ګډون د ماشومانو د راتلونکي تعلیم لپاره یو ښه اقدام دی؛ دا ډول همکاري نه یوازې د درسي ځایونو کمښت جبرانوي، بلکې زدهکړو ته د شاګردانو لېوالتیا هم زیاتوي او د راتلونکي نسل علمي کچه لوړوي.»
هغه د غور د څه باندې ۵۰۰ هغو ښوونځیو ته په اشاره چې لا هم ودانۍ نه لري وویل چې د معارف ریاست لپاره ستونزمنه ده چې په لنډ وخت کې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي؛ نو ځکه د خلکو همکاري، که مالي وي یا فني، په دې برخه کې اغېزناکه ده.
دغه کارپوه له اسلامي امارت او د معارف له مسوولینو وغوښتل چې د نوو جوړېدونکو ښوونځیو د تجهیز ترڅنګ، له خلکو سره همکاري او همغږي زیاته کړي، څو په محرومو سیمو کې د ښوونیزو مرکزونو ودانیو جوړولو ته زمینه برابره شي.
د غور د پوهنې ریاست اقدامات
د غور د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیحالله وفا پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې د سلګونو ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی یوه لویه ستونزه ده، خو د دې ستونزې د حل لپاره یو لړ اقدامات ترسره شوي دي.
د هغه په خبره، اوسمهال د دغه ولایت له ۸۰۰ فعالو ښوونځیو ۲۵۸ یې ودانۍ لري او پاتې ۵۴۲ یې لا هم ودانۍ نه لري.
هغه وایي چې په د غه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو د کمښت ستونزه یې د پوهنې له وزارت او مرستندویه ادارو سره شریکه کړې او هڅې روانې دي څو دغه ستونزه حل شي.
هغه د ښوونځیو په جوړولو کې د خلکو رول ګټور او اغېزناک وباله او ویې ویل چې تازه د فیروزکوه ښار د «کندیوال» کلي د هلکانو د ښوونځي جوړولو کار د ۲۳۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د اوسېدونکو په مرسته او د پوهنې ریاست په همغږۍ پیل شوی دی.
د منبع په خبره، دغه ښوونځی په یوه پوړ کې د پنځو ټولګیو لرونکی دی.

وفا وایي چې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر اوسه د غور په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو کار د تعلیمي شوراګانو او خلکو له لوري د پوهنې ریاست په همکارۍ او همغږۍ پیل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ټول لګښت شاوخوا درې میلیونه او ۷۲۰ زره افغانیو ته رسېږي چې په بشپړېدو سره به یې د زدهکوونکو د ستونزو لویه برخه حل شي.
هغه زیاته کړه: «د غور د پوهنې ریاست له هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د تعلیمي نظام د پیاوړتیا لامل کېږي، موږ د دغه ولایت د معارفدوستو خلکو له همکارۍ مننه کوو.»