کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د روانو اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي، ۹۷ نور ټپیان دي او ۵۱۵ کسان نیول شوي دي؛ دغه راز د سیمې خلک د لارو بندېدو او د انټرنیت پرې کېدو له ستونزو سره مخ کړي دي.
د برېتانیا اسکاینیوز د راپور له مخې، د عوامي ګډ اقدام کمېټې (JAAC) چې د مدني فعالانو د ډلو یو ائتلاف دی، له خلکو غوښتي وو چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د کشمیري کډوالو د ۱۲ څوکيو د ځانګړي کېدو پر ضد د سیمې مرکز مظفرابادته لاریون وکړي. د راپور له مخې، دغه څوکۍ هغو کسانو ته په پام کې نیول شوې چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر څخه بېځایه شوي دي.
د راپور پر بنسټ، په دغو اعتراضونو کې ۲۴ کسان وژل شوي، ۹۷ ټپیان دي او ۵۱۵ نور نیول شوي دي.
په راپور کې د سیمې د پولیسو د مشر له قوله راغلي چې له معترضینو سره په نښتو کې څلور پولیس هم وژل شوي دي.
د راپور له مخې دغه اعتصاب د عوامي ګډ اقدام کمېټې له لوري تنظیم شوی؛ هغه کمېټه چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت ناقانونه اعلان کړې ده.
اسکاینیوز پرون راپور ورکړی و چې د دې ډلې زرګونه پلویان د مظفراباد سوېل ته شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لرې د راولاکوټ په څنډو کې راټول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د پاکستان حکومت د دغو اعتراضونو په غبرګون کې اصلي لارې تړلې، انټرنېټ یې پرې کړی او د کشمیر ډېرو برخو ته یې د رسنیو لاسرسی محدود کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په مظفراباد کې ګڼ بازارونه او کاروبارونه تړل شوي، د انټرنېټ د پرې کېدو له امله بانکي خدمتونه درېدلي او د حکومت په امر د تېلو پمپونه هم تړل شوي دي.