ژبه

د افغانستان د ووشو ملي لوبډله چین ته ولاړه

Afghanistan National Wushu Team

هجرت‌الله کاکړ

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۵

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون وایي، د هېواد د ووشو ملي لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته ولاړه.

د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو اسیايي سیالۍ د چین په کوربه‌توب ترسره کېږي.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان د ووشو ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته روانه شوه.

د ووشو فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستانه شپږ ورزشکاران ګډون کوي او د روانې جون میاشتې په ۲۷مه د چین په کوربه‌توب ترسره کېږي.