ژبه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران له ولسمشر سره وکتل

احمد صهیب حسرت

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۸

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدلي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادر له پزشکیان سره لیدنه کې د ايران له حکومت او ولس سره د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه د شهادت له امله د تسليت ويلو ترڅنګ پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ايران ترمنځ ګڼو برخو کې د مشترکاتو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دواړه هېوادونه څرګندې ګډې ګټې لري.

د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر ویلي چې پر ايران د امريکا او اسراييلو د يرغل په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ روښانه او ثابت و او هغه يې نامشروع ګڼلی او غندلی و.

اقتصادي معاونیت لیکلي،  پزشکیان په خپلو خبرو کې د دواړو ولسونو پر نږدې او دوستانه اړيکو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دواړه هېوادونه دې ټول شته فرصتونه د دواړو ولسونو په ګټه وکاروي.

خبرپاڼې له مخې،  پزشکيان له افغانستان سره د اړيکو پراختيا د خپل حکومت لپاره د ځانګړي لومړيتوب لرونکي وبلل او ټينګار یې وکړ چې دواړه حکومتونه دې له ټولو ظرفيتونو ګټه پورته کړي.

ملا برادر د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په ملتیا د ایران د مخکني مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه پرون (پنجشنبې) دغه هېواد ته ولاړ.