کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۳۰۴): د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د رئیسانو په کچه د سیاسي مشاورت دویمه دوره په کابل کې ترسره شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ا.ا.اد پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس، ډکتور عبدالحي قانت، او د روسیې فدراسیون د پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې ادارې رئیس، الکسي پاولوفسکي، پر غاړه درلوده.
خبرپاڼې له مخې، په دې مشاورت کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو، د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي تحولاتو، د سیمهییز ثبات او امنیت، او نورو ګډو ګټو پورې اړوندو موضوعاتو د نظرونو تبادله وکړه.
سرچینه زیاتوي، دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د ترانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د فعالولو په برخه کې د عملي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.
بهرنیو چارو وزارت لیکلی، همدارنګه، دواړو پلاویو د سیمهییزو او نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د همکاریو، سیمهییز اتصال، د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو اړوند موضوعاتو او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه د نظرونو تبادله وکړه او د دغو برخو د همغږۍ او منظم سیاسي تفاهم پر دوام یې اتفاق وکړ.
د خبرپاڼې له معلوماتو له مخې، دواړو خواوو دغه سیاسي مشاورتونه د افغانستان او روسیې ترمنځ د متقابلو اړیکو د لا پیاوړتیا او د ګډو ګټو د پرمختګ لپاره مهم وبلل او هوکړه یې وکړه چې دا بهیر به په منظم ډول دوام ومومي.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې پرېکړه وشوه چې د سیاسي مشاورت دریمه دوره به د دواړو لوریو په متقابل توافق په مسکو کې ترسره شي.