کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵):د سریلانکا د نگومبو ښار په زندان کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دغه نښتې د یکشنبې په ورځ د پلازمېنې کولمبو شمال ته شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې د نگومبو په زندان کې پیل شوې او تر دوشنبې ورځې یې دوام وکړ.
د نگومبو روغتون مشرې، پوشپا گاملات، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د څلورو زندان ساتونکو او ۱۵ بندیانو جسدونه دغه روغتون ته لېږدول شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان بندیان هم تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
په همدې حال کې، د «هیرو» په نوم یوې سیمهییزې ټلوېزیوني شبکې د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۲۰ کسان ښودلی دی.
د سریلانکا د پولیسو ویاند چاندانا هرات د نښتې پېښېدل او د یو شمېر کسانو وژل کېدل تایید کړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د سریلانکا چارواکو تر اوسه د دغو نښتو د علت په اړه څه نه دي ویلي او د دې پېښې انګېزه لا هم روښانه نه ده.