ژبه

تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۵۹۹ کورنۍ راستنې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۷

Views: ۳۲

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ ۵۹۹ کورنۍ، چې ۳۳۹۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ ۵۸۳ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۶۳۹ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۴۸۲ کورنۍ چې ۲۸۴۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۴۵۵ کورنۍ چې ۲۵۲۷ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ د کرایې لپاره یې یو میلیون او څه باندې ۷۷۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۵۶۷ کورنیو سره په ټولیز ډول څلور میلیون او ۷۰۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخېو د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۴۹ کورنۍ چې ۲۷۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۳۳ کورنۍ چې ۱۹۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۴۸۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په سپین‌بولدک کې له ۴۹ کورنیو سره په ټولیز ډول ۴۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۸ کورنۍ چې ۲۰۴ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۱۰۰۲ مسافر هم راستانه شوي دي.

راپور کې راغلي چې د نغدي مرستې برخه کې له درېیو کورنیو سره په ټولیز ۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې او ۶۱۱ کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

دغه‌راز سرچینه زیاتوي چې  د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۲۰ کورنۍ چې ۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۲۰ کورنیو سره ۱۴۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۹۵ کورنۍ چې ۵۰۷ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې څه باندې ۳۹۸ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۵۹۹ کورنۍ چې ۳۳۹۰ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۵۸۳ کورنۍ چې ۳۲۲۴ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۶۳۹ کورنیو سره مرستې شوې دي.