ژبه

کونړ کې لسګونه فشاري ماینونه او ۱۲ د هاوان مرمۍ کشف او له منځه وړل شوي

ویدا قلندري

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۲

Views: ۳۹

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وايي، د کونړ د امنیې قوماندانۍ د انجینري ټیم د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکرۍ سیمه کې ۵۶ فشاري ماینونه او ۱۲ د هاوان مرمۍ کشف او له منځه وړي دي.
د دغه وزارت پر اېکس‌پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د کونړ ولایت د امنیې قوماندانۍ د انجینري ټیم منسوبینو، د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند په سرحدي سیمه کې د شونکرۍ درې د چاودېدونکو توکو د پاکولو پر مهال، چې فرضي کرښې ته نږدې خښ شوي وو، ۵۶ فشاري ماینونه او ۱۲ د هاوان مرمۍ کشف او له منځه یووړې.»
په خبرپاڼه کې د انجینري ټیم د مسوول قاري صبغت‌الله له قوله ویل شوي چې دغه ماینونه د انسانانو او حیواناتو ژوند ته جدي ګواښ وو او د سیمې د امنیت ټینګښت او د خلکو د ژوند خوندیتوب په موخه په خوندي ډول شنډ او له منځه یووړل شول.
هغه زیاته کړې چې د انجینري ټیم هڅه کوي ټولې هغه سیمې په تدریجي ډول پاکې کړي چې د ماینونو او نورو ناچاودو مهماتو له ګواښ سره مخ دي، څو د خلکو د سر او مال ساتنه وشي او د احتمالي پېښو مخه ونیول شي.
امنیتي مسوولینو له خلکو غوښتي چې که ناچاودي توکي یا مشکوک شیان وویني، له هغو څخه له نږدې کېدو ډډه وکړي او موضوع امنیتي ځواکونو ته خبر کړي.