پلخمری (پژواک،۹ زمری ۱۴۰۵) د بغلان امنیه قومانداني وایي د دغه ولایت اړوند شمالي سالنګ کې د دوو باروړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د شمالي سالنګ تنکلر په نوم سیمه کې په یو بار وړونکي موټر کې د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د سړکونو خرابوالی د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.