ژبه

د نیمروز په مارګو دښته کې د ورکو شویو ۱۴ افغانانو مړي وموندل شول

شیما صدیقي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۲

Views: ۲۳

زرنج (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وایي، د هغو ۱۴ افغان وګړو مړي چې څه موده مخکې ایران ته د قاچاقي تګ پر مهال د دغه ولایت په مارګو دښته کې ورک شوي وو، د لالو سیمې په شګو کې موندل شوي او ټاکل شوې چې زرنج ښار ته له لېږد وروسته یې خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د نیمروز ولایت ویاند مولوي عبدالمتوکل توحیدي پژواک ته وویل چې د یادو کسانو مړي تېر ماښام د مارګو دښتې اړوند پع لالو سیمه کې د حکومتي مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډو هڅو موندل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه ۱۴ مړي له هغې ۱۹ کسیزې ډلې څخه دي چې څه موده مخکې ایران ته د قاچاقي سفر پر مهال د نیمروز په دښتو کې ورکه شوې وو.

د توحیدي په وینا، دغه ټول ۱۴ کسان د بادغیس ولایت اوسېدونکي وو، خو هغه پنځو مړو شويو کسانو له دې ډلې سره تړاو نه درلود چې تېره اوونۍ په همدې سیمه کې موندل شوي وو، ؛ بلکې هغوی د بلخ ولایت اوسېدونکي وو.

د نیمروز ولایت ویاند وویل چې د دغو قربانیانو مړي نن د نیمروز مرکز زرنج ښار ته لېږدول کېږي، څو له دقیقې پېژندنې وروسته یې خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

پژواک تر دې مخکې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۲۸مه، د نیمروز ولایت د مقام د ویاند له قوله راپور ورکړی و چې ۱۹ افغان وګړي، چې غوښتل یې له ناقانونه لارو ایران ته ولاړ شي، د چخانسور ولسوالۍ اړوند په ږ مارګو دښته کې د سپرلۍ موټر له خرابېدو وروسته ورک شوي وو.

ده هغه مهال ویلي و چې دغه پېښه څلور ورځې مخکې رامنځته شوې؛ موټرچلوونکي له یوه مسافر سره یوځای د اوبو او د موټر د ترمیم وسایلو د موندلو لپاره سیمه پرېښې وه، خو په همدې موده کې پاتې مسافر د سختې دوړو او شګو د توپان له امله د خپل ځان د ژغورلو لپاره بېلابېلو لورو ته تللي وو.