ژبه

پولنډ کې درې افغان خویندې نادرکه شوې دي

زرغونه صالحی

۱۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲:۱۶

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): نړۍوالو رسنیو د پولنډ د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه وارسا کې درې افغان خويندې ورکې شوې او د موندلو لپاره يې هڅې روانې دي.

بي‌بي‌سي د پولنډ د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغو درېیو خویندو د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې د ماښام شاوخوا شپږ بجې خپل د اوسېدو ځای پرېیښی او له هغه وخت راهیسې یې له خپلې کورنۍ سره هيڅ اړیکه نه ده نیولې.

د راپور له مخې، پولیسو د دغو درېیو نجونو نومونه سنا (۱۸ کلنه)، لیمه (۱۶ کلنه) او مروه (۱۴ کلنه) ښودلي او د هغوی انځورونه یې هم خپاره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې پولیسو له خلکو غوښتي، که د دغو درېیو خویندو د ځای په اړه هر ډول معلومات ولري، ژر تر ژره دې د وارسا پولیس خبر کړي.