کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د بیاځلې حاکمیت د شپږم کال له پیلېدو سره هممهاله، یو شمېر نجونې چې له ښوونځیو او پوهنتونونو پاتې دي، د شرعي حجاب پر مراعاتولو په ټینګار له مسوولانو غواړي چې د دوی څوکلني انتظار ته د پای ټکی کېږدي او د شریعت په چوکاټ کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د بېرته ستنېدو زمینه ورته برابره کړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې وځنډول شوې او وروسته د همدغه کال د لېندۍ په ۲۹مه پوهنتونونو ته امر وشو چې د نجونو او ښځو تحصیل تر بل امر پورې وځنډوي.
د اسلامي امارت چارواکو هغه مهال ویلي وو چې په دې اړه پر یوه طرحه کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زدهکړو د دوام اجازه ورکړل شي؛ خو د نجونو پر مخ تر اوسه له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.
د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکې یلدا احمدزاده چې په ۱۴۰۰ کال کې د قلعه زمانخان د نجونو لېسې په اتم ټولګي کې زدهکوونکې وه، پژواک ته وویل، که له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې نه وای ځنډول شوې، اوس به له ښوونځی فارغه شوې وه.
هغې زیاته کړه: «څو کاله کېږي چې هر ځل تعلیمي کال پیلېږي، له ځان سره وایم ښایي سږکال بېرته اجازه راکړل شي او ښوونځي ته ولاړې شو. ما لا هم خپل کتابونه او کتابچې ساتلي او هیله لرم چې یوه ورځ بیا په خپل ټولګي کې کېنم او زدهکړې وکړم. له اسلامي امارته په درناوي غواړم، اوس چې پنځه کاله تېر شوي او شپږم کال پیلېږي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»
هغې وویل، د شرعي حجاب مراعاتول خپل مسوولیت ګڼي او چمتو ده چې د تعلیمي چاپېریال لپاره د ټاکل شوو اصولو په چوکاټ کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
یلدا چې هیله لري ډاکټره شي، زیاتوي چې ښځینه ډاکټرانو ته د ښځو اړتیا د نجونو د زدهکړو د دوام اهمیت لا زیاتوي.
د کابل ښار بله اوسېدونکې هاجره وایي، د کابل د خوشحالخان سیمې په شمسالبنا ښوونځي کې له یوولسو کلونو زدهکړو وروسته له ښوونځي پاتې شوې، خو لا هم هیلهمنه ده او له اسلامي امارته غواړي چې نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
هغې هم وویل، نجونې چمتو دي چې د شرعي حجاب په مراعاتولو او له اسلامي اصولو سره سم چاپېریال کې زدهکړې وکړي.
هاجره زیاتوي «د یوې نجلۍ لپاره څو کاله ځنډ لږ وخت نه دی. زموږ ډېرو هیله لرله چې له فراغت وروسته پوهنتون ته ولاړې شو او په راتلونکي کې ډاکټرې، ښوونکې، انجینرانې، د دیني علومو متخصصانې یا د نورو برخو متخصصانې شو. لکه څنګه چې ټولنه لوستو نارینهوو ته اړتیا لري، لوستو ښځو ته هم اړتیا لري. هیله لرم د اسلامي امارت چارواکي د امارت د حاکمیت د شپږم کال په پیل کې د نجونو څوکلني انتظار ته د پای ټکی کېږدي او اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځیو ته ستنې شو.»
دغه راز نبیلا چې په ۱۴۰۰ کال کې د کابل د غالب پوهنتون د ستوماتولوژۍ پوهنځي د دویم کال محصله وه، وایي د تحصیل ځنډېدو یې پلانونه نیمګړي پرېښودل. هغه هم له اسلامي امارته غواړي چې نجونو ته پوهنتونونو ته د بېرته ستنېدو او د نیمګړو تحصیلاتو د بشپړولو زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه: «موږ اسلامي ارزښتونو او د شرعي حجاب مراعاتولو ته درناوی لرو او دا خپل مسوولیت ګڼو. که پوهنتونونو ته د نجونو د تګ لپاره د حجاب او درسي چاپېریال په برخه کې مشخص شرایط وټاکل شي، داسې لاره موندل کېدای شي چې هم دغه اصول مراعات شي او هم نجونې له تحصیله محرومې پاتې نه شي. د پوهنتونونو بشپړ تړلي پاتې کېدل حللاره نه ده؛ ځکه هېواد لوستو او متخصصو ښځو ته هم اړتیا لري.»

نبیلا زیاته کړه: «هیلهمن یو چې د اسلامي امارت د حاکمیت شپږم کال نجونو ته له یوه ښه زېري سره مل وي او له کلونو انتظار وروسته یو ځل بیا د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ پرانیستل شي.»
دغه راز ماهره رحیمي چې د کابل ښار د ازهر لوړو زدهکړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو ډیپارټمنټ محصله وه، وایي: «موږ شکر الحمدلله مسلمانان یو او خپلو دیني ارزښتونو او اصولو ته درناوی لرو. حجاب زموږ لپاره پردۍ یا تحمیلي موضوع نه ده؛ حجاب زموږ د دیني باور او ارزښت یوه برخه ده او موږ منلی دی. ما شخصاً د خپل تحصیل په ټوله دوره کې له حجاب سره زدهکړې کړې دي او حجاب هېڅکله زما د تحصیل خنډ نه و. زه او نورې ټولګیوالې مې له حجاب سره ښوونځي او پوهنتون ته تللو. دا هم وایم چې که د سلګونو نجونو له منځه یوه هم بېحجابه وای، د ښوونځي ادارې به هغې ته دننه تلو اجازه نه ورکوله، ان د تېر حکومت پر مهال هم. موږ نن هم چمتو یو چې د حجاب او اسلامي اصولو په بشپړ مراعاتولو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړو.»

هغې زیاته کړه، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې کلونو کې هم په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي جلا وو او د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او هلکانو ټولګي جلا شول چې د دوی د کورنۍ په ګډون د ډېرو خلکو له هرکلي سره مخ شول.
ماهره وایي: «حکومت دې هڅه وکړي چې موږ ته ښځینه استادانې وګوماري. موږ داسې چاپېریال غواړو چې حجاب، امنیت، اسلامي او فرهنګي ارزښتونه پکې مراعات شي او په عین حال کې موږ ته د زدهکړو فرصت هم موجود وي. زموږ غوښتنه او هیله د اسلامي امارت له رهبر څخه دا ده چې د زمري د ۲۴مې په مناسبت اعلان وکړي چې موږ نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه لرو.»
یو شمېر کارپوهان د نجونو پر زدهکړو ټینګار کوي
د حقوقو او سیاسي علومو استاده تفسیر سیاهپوش وایي: «د اسلام سپېڅلی دین وایي چې علم پر ښځه او نارینه فرض دی او لومړنی ایت چې د اسلام پر ستر پیغمبر نازل شوی، «اقرا» دی، یعنې ولوله؛ دغه راز د اسلام ستر پیغمبر وایي: له زانګو تر ګوره علم زده کړئ. نو موږ پوهېږو چې په اسلام کې تعلیم، تربیه، علم او پوهه ډېر لوړ اهمیت لري، خو نه پوهېږو چې ولې نن هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.»
هغه هیله څرګندوي چې اسلامي امارت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې دروازې د اسلامي شریعت له مخې پرانیزي.
د دې په وینا، یو شمېر کورنۍ د دې لپاره چې لوڼې یې له زدهکړو او تحصیل څخه لرې پاتې نه شي، د هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي.
په همدې حال کې، د ښوونې او روزنې برخې کارپوه جمالالدین سلیماني وویل، د نجونو له زدهکړو محرومیت کولای شي د فقر د زیاتېدو، د اقتصادي ودې د کمېدو او د افغانستان د بشري ظرفیت د یوې لویې برخې د له منځه تلو لامل شي.

هغه وایي چې دا موضوع په ځانګړي ډول په افغانستان کې اهمیت لري؛ ځکه په ډېرو مواردو کې ښځې د روغتیايي او ټولنیزو خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري.
ده وویل، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، د ښځینه متخصصو کادرونو د کمښت احتمال به په جدي ډول زیات شي. د هغه په وینا، د یوه ډاکټر، نرس، قابلې یا مسلکي ښوونکي د روزنې لپاره کلونو زدهکړو ته اړتیا ده او کله چې نجونې له ښوونځي محرومې وي، په حقیقت کې د ښځینه متخصصو کادرونو د روزنې لړۍ له بنسټه زیانمنېږي.
هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې د هېواد د راتلونکي د خوندي کولو لپاره په ټولو پړاوونو کې نجونو ته په امن او شرعي چاپېریال کې د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد تېره اوونۍ له پژواک سره په یوې ځانګړې مرکه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ښه ده چې په دې اړه اړوندو ادارو ته مراجعه وشي؛ خو که په دې برخه کې کوم پرمختګ وشي، انشاءالله له تاسو سره به یې شریک کړو.»