ژبه

یونیسف په دشت برچي کې د «شمع هدایت» ښوونځي د چاودنې په اړه اندېښنه څرګنده کړه

زرغونه صالحى

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۹

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دوشنبې ماښام د کابل په مهدیه ښارګوټي کې په یوه ښوونځي کې د چاودنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ټولو ماشومانو د امنیت د ټینګښت او د هغوی کرامت او حقونو ته د درناوي غوښتنه یې کړې ده.

دغه چاودنه د دوشنبې ماښام د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د «شمع هدایت» په خصوصي ښوونځي کې شوې وه. یوې امنیتي سرچینې پژواک ته ویلي وو چې په دې پېښه کې ۵۲ کسان ټپیان شوي دي.

یونیسف په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.

یونیسف دغه پېښه د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې دې پېښې یو ځل بیا د ماشومانو د خوندیتوب او د هغوی د اړینو بنسټیزو خدمتونو د تأمین اړتیا روښانه کړې ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې ښوونځي د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي ځایونه دي او باید داسې امن چاپېریالونه وي چې ماشومان وکولای شي له وېرې، تاوتریخوالي او زیان پرته زده‌کړه او وده وکړي.

یونیسف د دې پېښې په اړه د هر اړخیزو څېړنو له غوښتنو هم ملاتړ کړی او غوښتنه یې کړې چې په هر وخت کې د ټولو ماشومانو امنیت، کرامت او حقونو ته درناوی وشي او خوندي وساتل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د بښنې نړیوال سازمان پرون د یاد ښوونځي د چاودنې په تړاو د هر اړخیزو، خپلواکو او بې‌طرفه څېړنو او د ښوونیزو مرکزونو او ملکي وګړو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې وه.