ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۸۷ کورنۍ راستنې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۲۱

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۸۷ کورنۍ چې ۱۵۳۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۲۳۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۲۶۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۲۶ کورنۍ چې ۱۲۹۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۲۵ کورنۍ چې ۱۱۹۷ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون او ۵۴ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۳۲ کورنیو سره په ټولیز ډول یو میلیون او ۹۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم لس کورنۍ چې ۶۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي؛ له دې ډلې اووه کورنۍ چې ۴۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۹۴ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۱۱ کورنیو سره په ټولیز ډول ۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۸ کورنۍ چې ۱۳۹کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او له دې لارې ۶۹۱ مسافر هم راستانه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د نغدي مرستو په برخه کې له څلورو کورنیو سره په ټولیز ډول ۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې او یو شمېر کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

دغه‌راز، سرچینه لیکي چې د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۱۳ کورنۍ چې ۴۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۳ کورنیو سره ۸۸ زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۲۸۷ کورنۍ چې ۱۵۳۹ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۲۳۲ کورنۍ چې ۱۲۴۲ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي، له ۲۶۰ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۲۴۷ سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.