ژبه

میدان‌وردګو کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

واحد الله جمعه زاده

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳:۴۸

Views: ۹

غزني (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): میدان‌وردګو کې د شپږو ولایتونو د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه اونۍ مخکې پیل شوې وې، د جلرېز منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د میدان‌وردګو د المپیک او بدني روزنې امر ذبیح‌الله وهاج وایي، دغه سیالۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، د «ملي سټېل» په مالي ملاتړ، د کابل، لوګر، غزني، لغمان، ننګرهار او میدان‌وردګو د ۳۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

وهاج وایي، د سیالیو موخه د والیبال ودې ته زمینه برابرول، د ځوانانو ترمنځ د دې لوبې د لېوالتیا زیاتول او د ورزش له لارې د ورورولۍ او سالمې سیالۍ پیاوړتیا وه.

د هغه په خبره، د سیالیو په پایلوبه کې د جلرېز منتخبې او حاجي جاوېد لغمان لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې جلرېز منتخبې لوبډلې سیالې لوبډلې ته ۳ ـ ۰ ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دی زیاتوي، د ورته سیالیو دوام کولی شي د ولایتونو په کچه د والیبال د ودې او د نوو استعدادونو د راڅرګندېدو زمینه نوره هم برابره کړي.

ورته مهال، لوبغاړي د دې سیالیو ترسره کولو له امله خوښ دي او وایې چې لا پراختیا دي ور کړل شي.

یوه لوبغاړي فرید وویل: «دا سیالۍ د ځوانانو لپاره ښه فرصت و؛ له بېلابېلو ولایتونو سره مو سیالۍ وکړې او ډېرې تجربې مو ترلاسه کړې.»

بل لوبغاړی محمد عثمان وایي، د ورته سیالیو دوام د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو لوړولو لپاره مهم دی.

نوموړي وویل: «موږ غواړو چې دا ډول سیالۍ زیاتې شي، څو لوبغاړي لا ډېر تمرین او تجربه ترلاسه کړي او په لوړه کچه سیالیو ته چمتو شي.»

د سیالیو په پای کې ګټونکو لوبډلو ته د «ملي سټېل» له لوري نغدي جایزې هم ورکړل شوې.

د یادونې ده، څه وخت مخکې هم، د ولایت په کچه د  ۲۴ کلبونه کرکټ سیالۍ پیل شوې چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.