ژبه

جرمني شاوخوا ۳۰ افغانان بېرته افغانستان ته راولېږل

سهراب سروری

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۶

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد شاوخوا ۳۰ افغان وګړي په یوه چارټر الوتنه کې افغانستان ته لېږلي دي.

د جرمني مرکزي راډیو ټلوېزیون (MDR) راپور ورکړی چې دغې الوتکې نن (سه‌شنبه) د لایپزیګ/ هاله له هوايي ډګره الوتنه کړې او شاوخوا ۳۰ افغانان پکې وو.

په راپور کې ویل شوي چې دا افغانستان ته د جرمني دویمه الوتنه ده چې پکې هغه افغانان په ډله‌ییز ډول اخراجېږي چې د جرمونو سابقه نه لري.

برلین د روان کال په زمري میاشت کې هم ۳۱ افغانان چې له ډلې یې یوه جرمي سابقه نه لرله، کابل ته اخراج کړي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنټ هغه مهال تایید کړې وه چې له اخراج شوو کسانو څخه یو یې هیڅ جزايي محکومیت نه درلود.