ژبه

۶۴۰ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

سهراب سروری

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۴

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اونۍ په ترڅ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو له خوشي کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن (پنجشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یادو کسانو له ډلې ۵۸۵ د تورخم او ۵۵ نور د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې په خوشي شوو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان شامل وو چې تر خوشي کېدو وروسته هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې ازاد شوي کسان هېواد ته له داخلېدو وروسته د انتقالاتو په امریتونو کې ثبت شوي او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له هېواده بهر د افغان کډوالو د حقونو او آزادیو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کوي او ژمن دی چې د هېواد دننه د ټولو کډوالو لپاره خوندي او مناسب شرایط برابر کړي.»