ژبه

غزني کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه‌وهنې درې‌ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

واحد الله جمعه زاده

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲:۲۹

Views: ۷

غزني ښار،( پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): غزني کې د دغه ولايت په کوربه‌توب د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه‌وهنې درې‌ورځنۍ سیالۍ پیل شوې چې اتو لوبډلو پکې ګډون کړی دی.

د غزني د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ او زابل ولایتونو نیزه‌وهونکي ګډون لري.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک ته وویل، په دغو سیالیو کې ۸ لوبډلې ګډون لري چې په هره لوبډله کې څلور اس‌لرونکي لوبغاړي شامل دي.

هغه وویل، دغه سیالۍ د غزني اندړو ولسوالۍ د میري سیمې په ورزشي لوبغالي کې ترسره کېږي او د سیالیو هدف د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټلو ته به لوړې ډالۍ ورکړل شي.

مجاهد زیاته کړه، د دغو سیالیو له لارې هڅه کېږي ورزشکاران وهڅول شي، د هغوی ترمنځ یووالی او دوستانه اړیکې پیاوړې شي او په سیمه‌ییزه کچه نیزه‌وهنې ته وده ورکړل شي.

بلال مجاهد وویل: «زموږ هدف دا دی چې د نیزه‌وهنې په څېر دودیزو لوبو ته په سیمه‌ییزه کچه وده ورکړو، ورزشکاران وهڅوو او د دوی ترمنځ یووالی او دوستانه اړیکې پیاوړې کړو. دغه سیالۍ د مقامونو ګټلو ترڅنګ د ورزش د ودې او د لوبغاړو د تجربو د زیاتولو لپاره هم دي.»

نوموړي وویل، د بدني روزنې او ورزش اداره هڅه کوي چې د همدې ډول سیالیو له لارې هغه ورزشکاران هم په نښه کړي چې په راتلونکې کې په کورنیو او نړیوالو نیزه‌وهنې او آس‌ځغلونې سیالیو کې د ګډون وړتیا ولري.

ورته مهال، نیزه‌وهونکي وايي، د بېلابېلو ولایتونو ترمنځ د داسې سیالیو جوړېدل د دوی لپاره د تجربې ترلاسه کولو او د خپلو وړتیاوو لوړولو ښه فرصت دی.

د غزني یوه نیزه‌وهونکي محمدعارف وویل: «د دې سیالیو له جوړېدو خوښ یو. له نورو ولایتونو راغلو لوبغاړو سره سیالي او د هغوی له تجربو استفاده زموږ لپاره ډېره ګټوره ده. هیله لرو چې دا ډول سیالۍ دوام وکړي.»

د وردګو یوه نیزه‌وهونکي محمدشریف وویل: «نیزه‌وهنه زموږ یوه پخوانۍ دودیزه لوبه ده. غواړو چې لا وده وکړي او ځوانان ورته وهڅول شي. موږ هڅه کوو په دې سیالیو کې خپله وړتیا وښیو او د راتلونکو سیالیو لپاره ښه چمتووالی ولرو.»

د یادونې ده، د غزني په کوربه‌توب دغه درې‌ورځنۍ دوستانه سیالۍ د شپږو ولایتونو د نیزه‌وهونکو په ګډون ترسره کېږي.