کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): اوکرایني چارواکي وایي، کییف ته نږدې د مهماتو پر یوه زېرمتون د روسیې د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید او ورپسې چاودنو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
الجزیرې د اوکرایني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دغه برید کې د کییف لوېدیځې څنډې «میلا» سیمه کې د مهماتو یو زېرمتون په نښه شوی او ورپسې زورورې چاودنې شوې دي.
د کییف سیمې والي تیمور تکاچینکو ویلي، د دې برید له امله لږ تر لږه ۵۰ استوګنیزو ودانیو ته زیان اوښتی او نږدې ۴۰۰ کسان له سیمې ایستل شوي دي.
د راپور له مخې، د وژل شویو په ډله کې د دمیتریفسکا سیمې ښاروال تاراس دیدیچ هم شامل دی.
الجزیرې د اوکرایني څارنوالانو له قوله لیکلي چې په یاد زېرمتون کې چاودېدونکي توکي ساتل کېدل او د پېښې په تړاو د احتمالي جرمي غفلت په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم ویلي چې تر برید وروسته نورې چاودنې شوې او استوګنیزو سیمو ته نږدې د مهماتو ساتل د اصولو خلاف دي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې د جمعې ورځې له وروستیو د شنبې تر لومړیو پورې پر اوکراین دوه توغندي او ۲۶ د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، په همدې ورځ د روسيې په ن ورو بریدونو کې په اوکراین کې درې نور کسان هم وژل شوي دي.
بلخوا، روسي چارواکو ویلي چې د روسیې په بلګورود سیمه او د کریمیا ټاپووزمې په سواستوپول ښار کې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.