پلعلم (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغه، څرخ او برهکي برک ولسوالیو کې په څلورو جلا ترافیکي پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپيان شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل، چې لومړۍ پېښه پرون ماښام د پلعلم ښار اړوند د التمور په سیمه کې د واده مراسمو پر مهال د دوو موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.
انس زیاتوي چې په محمداغه، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې هم په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه ښځې ټپیانې شوې دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د دغو پېښو ټپیان د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د هغه په خبره، لومړنۍ څرګندونې ښيي چې یادې ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ او له حده د زیات سرعت له امله شوې دي.
هېره دې نه وي، دوه ورځې مخکې هم د لوګر ولایت مرکز پلعلم ښار اړوند په ګمبرې سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپيان وو.