کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند نن د بهرنیو چارو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې کلني راپورونه وړاندې کړل چې له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او قونسلي اړیکو پراختیا، د دفاعي ځواکونو روزنه او د سرحدونو د امنیت لپاره اقدامات، د نشهیي توکو پر وړاندې د څه باندې ۴۶ زره عملیاتو ترسره کېدل او زرګونو بندیانو ته د زدهکړو زمینه برابرول پکې شامل دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام له لارې د یادو ادارو د تېر کال د فعالیتونو او لاستهراوړنو راپورونه وړاندې کړل.
د بهرنیو چارو وزارت
د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې یې له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان سیاسي، اقتصادي او قونسلي اړیکې پراخې کړې دي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په سیاسي او ډیپلوماتیکه برخه کې له کویټ سره رسمي ډیپلوماتیکې او قونسلي اړیکې پیل شوې، روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژاند او په کویټ او برلین کې د افغانستان سفارتونو او د جرمني په بُن ښار کې جنرال قونسلګرۍ فعالیت پیل کړ، له پاکستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې شوې، افغانستان د مسکو فارمټ رسمي غړیتوب ترلاسه کړ او د لوړپوړو افغان چارواکو ۹۳ بهرني سفرونه د دغه وزارت له خوا همغږي شول.
سرچینه زیاتوي چې په اقتصادي برخه کې له پاکستان، ازبکستان او روسیې سره د سوداګرۍ او ترانزیټ اړوند یو شمېر هوکړې وشوې. هند ته د افغانستان صادرات ۷۷۳ میلیون ډالرو ته رسېدلي او له هند څخه واردات ۲۶۶ میلیون ډالر وو. دغه راز، له ایران سره د سوداګرۍ حجم له ۳.۳ میلیارد ډالرو اوښتی او له ازبکستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تفاهمونه شوي دي.
د راپور له مخې، هند، جاپان، ازبکستان، ایران، چین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عمان او مالیزیا له افغانستان سره په روغتیا، بشري مرستو او د طبیعي پېښو د زیانمنو د ملاتړ په برخو کې مرستې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې په قونسلي برخه کې له ایران او یو شمېر نورو هېوادونو څخه ۱۱۵۴ افغان بندیان ازاد او هېواد ته انتقال شوي، د لادرکه افغانانو ۲۶۷ قضیې تعقیب شوې چې په پایله کې یې ۷۲ کسان پیدا او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي، څه باندې ۲۰۳ زره ویزې صادرې شوې او په بهر کې مېشتو افغانانو ته له ۳۱۳ زرو ډېر پاسپورټونه صادر او له ۱۷۰ زرو ډېر نور تمدید شوي دي.
دغه راز د معلوماتو له مخې، په ۲۸ بهرنیو سیاسي او قونسلي استازولیو کې د پاسپورټونو د صادرولو بهیر فعال شوی او د جرمي مسوولیت د نشتوالي د سند د صادرولو موده له ۱۵ ورځو څخه یوې یا دوو ورځو ته راکمه شوې ده.
د دفاع وزارت
د ملي دفاع وزارت په راپور کې راغلي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې یې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي، د سرحدونو د ساتنې، د دفاعي ځواکونو د روزنې او انسجام او د لویو اقتصادي او ملي پروژو د امنیت په برخو کې فعالیتونه کړي دي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه وزارت په ټول هېواد کې په خپلواک ډول او له کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست سره په همغږۍ امنیتي عملیات پلان او ترسره کړي، د ځواکونو اکمالات شوي او د بېلابېلو زونونو لپاره کلنی عملیاتي پلان هم جوړ شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د ملي اردو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۵۸ میله سپکې او درنې وسلې، ۲۵ زره او ۸۵۴ فیره مرمۍ، ۱۶۹ ماینونه او یو شمېر نور پوځي تجهیزات کشف او ضبط شوي دي. دغه راز، ۸۰۴ قاچاقبران نیول شوي او له هغوی سره ۲۳۲ عرادې وسایط، ۲۶ موټرسایکلونه او یو شمېر نور وسایل هم نیول شوي دي.
د راپور له مخې، په همدې موده کې ۱۱ زره او ۲۵۸ کیلوګرامه تریاک، ۴۱۸۲ کیلوګرامه چرس او ۵۸ کیلوګرامه شیشه هم کشف او ضبط شوې ده.
په راپور کې راغلي چې ۲۰ زره او ۷۵۱ د ملي اردو منسوبین تعلیمي، تحصیلي او روزنیزو بنسټونو ته جذب شوي او ۱۹ زره او ۷۵۳ تنه د مسلکي او تخصصي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.
دغه راز، دفاع وزارت خپل تشکیلات، جوړښتونه، پالیسۍ او کړنلارې بیا ارزولي او تنظیم کړي، د رسمي پولو او فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د امنیتي ګواښونو او قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړي قطعات جوړ او پیاوړي کړي او د هوايي ځواک او هوايي دفاع ښوونیز نصاب یې هم بیاکتلی دی.
د معلوماتو له مخې، د مسلکي او تخصصي روزنو د پراختیا، د پوځي وسایطو د ترمیمي ورکشاپونو د فعالولو او د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو له عمومي ریاست سره د همغږۍ د پیاوړتیا په برخو کې هم اقدامات شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت
د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې یې د عامه نظم د ټینګښت، د جرمونو پر وړاندې مبارزې، د لویو لارو او عامه تأسیساتو د امنیت، د ترافیکو د تنظیم او د پېښو د مدیریت په برخو کې فعالیتونه کړي دي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې شوې، کشفي او امنیتي عملیات ترسره شوي، ناقانونه وسلې راټولې شوې او د قانون ماتوونکو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدامات شوي دي. دغه راز، د «ولسي پولیسو» پروګرام له لارې د خلکو او پولیسو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه ۱۵۴۳ ولسي غونډې ترسره شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې د عامه محافظت ملي تصدۍ معینیت د ۱۳۶ امارتي، خصوصي او نړیوالو پروژو امنیت تأمین کړی دی.
د راپور له مخې، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ۴۶ زره او ۱۰۷ عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ زره او ۳۲۶ مشکوک کسان نیول شوي، ۲۱۵۹ ټنه نشهیي توکي کشف او ضبط شوي او د نشهیي بوټو ۲۱ زره او ۵۶۹ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د نشهیي توکو، نشهیي ټابلیټونو او الکولي مشروباتو د تولید ۵۳۳ کارخونې ویجاړې شوې، ۳۳ زره او ۳۲۰ روږدي کسان راټول شوي او ۳۲ زره او ۸۷۶ تنه له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. دغه راز، ۳۱ زره او ۴۹۸ سوالګر هم راټول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، نږدې ۹۵ زره د پولیسو منسوبین په تعلیمي، تحصیلي او روزنیزو بنسټونو کې روزل شوي دي.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې په تېر کال کې په ټول هېواد کې ۲۵۹۶ د اورلګېدنې پېښې ثبت شوې چې زیانونه یې له ۶۱۲ میلیون افغانیو او دوه میلیون او ۵۷ زره امریکایي ډالرو ډېر اټکل شوي؛ خو د اطفائیې ځواکونو د پر وخت حضور او ژغورنیزو عملیاتو له لارې د اووه میلیارد او ۲۴۵ میلیون افغانیو او اووه میلیون او ۶۴۸ زره امریکایي ډالرو د زیانونو مخه نیول شوې ده.
د راپور له مخې، د اورلګېدنې د مخنیوي، د پېښو د مدیریت او د اطفائیې تجهیزاتو د کارونې په اړه د پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شوي او د اطفائیې ځواکونو د تخنیکي ظرفیت، تجهیز او تخصصي روزنو د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.
د زندانونو چارو د تنظیم اداره
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په راپور کې راغلي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا ۱۵ زره د اسلامي امارت د مشرتابه د عفوې او تخفیف د فرمانونو له مخې یو شمېر بندیان خوشې شوي او د ځینو نورو د بند موده کمه شوې ده.
د راپور له مخې، د بندیانو د اصلاحي او روزنیز وضعیت د ښه کېدو په موخه زرګونو کسانو ته د دیني، عصري، سواد زدهکړې او مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د زندانونو په ۹۷ دیني مدرسو کې زرګونو بندیانو دیني زدهکړې کړې چې ۳ زره او ۶۳ تنه یې فارغ شوي دي.
دغه راز، ۲ زره او ۸۳۶ محجوزینو ته په ۲۱ ښوونځیو کې د عصري زدهکړو زمینه برابره شوې، ۴ زره او ۹۹ بندیانو په ۱۴۲ ټولګیو کې د سواد زدهکړه کړې او ۳ زره او ۱۸ نورو ته مسلکي زدهکړې ورکړل شوې دي.
د راپور له مخې، له دغو پروګرامونو څخه ۷۰۲ تنه د عصري زدهکړو، ۱ زره او ۸۳۶ تنه د سواد زدهکړې او ۱ زره او ۳۳۱ تنه د مسلکي زدهکړو له برخو فارغ شوي دي.
سرچینه زیاتوِی چې زرګونه ښځینه او نارینه بندیان د فوټسال، والیبال او منډې وهلو په ورزشي فعالیتونو بوخت وو.