کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوه ځوان له کورني جنجال وروسته ځانوژنه کړې ده.
د اروزګان د امنيې قوماندانۍ وياند بلال اروزګاني نن پژواک ته وويل، ياده پېښه تېره ورځ ناوخته د ترينکوټ ښار اړوند په سرخوم سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، ياد ځوان په خپل کور کې له کورنۍ سره تر جنجال وروسته ځان راځوړند کړی و.
بلخوا، د سیمي اوسېدونکي د وژل شوي ځوان نوم ذبيحالله یادوي او وایي چې هغه د ترينکوټ ښار اړوند د کښته سرخوم سيمې اوسېدونکی و.
د پېښې د علت او نورو جزئياتو په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.