کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د امریکا دفاع وزیر اعلان کړی چې پنټاګون یوه نوې قومانداني جوړوي چې د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو لپاره به د اتومات او روبوټیک سیسټمونو، بېپیلوټه الوتکو او پر مصنوعي ځیرکتیا ولاړو ټکنالوژیو د پراختیا او برابرولو دنده ولري.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي، دغه اقدام د جګړو د بڼې چټک بدلون او په جګړو کې د اتومات سیسټمونو، بېپیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا د زیاتېدونکي رول له امله کېږي.
په راپور کې راغلي چې پنټاګون هڅه کوي له دودیزو او ډېر لګښت لرونکو وسلوالو سیسټمونو څخه ارزانه، اتومات او پر مصنوعي ځیرکتیا ولاړو سیسټمونو ته مخه کړي؛ هغه سیسټمونه چې په وروستیو جګړو کې یې مهم رول لرلی دی.
هېګسېت ویلي، د کمپیوټري وړتیاوو، پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا او سوداګریز تولید پرمختګ د ارزانه او دقیقو وسلو د پراخې کارونې زمینه برابره کړې او د امریکا پوځ اوس هم «کیفیت» او هم «کمیت» ته اړتیا لري.
په راپور کې د اوکراین جګړه د معاصرو جګړو د بڼې د بدلون د بېلګې په توګه یاده شوې؛ هغه جګړه چې په پیل کې تر ډېره پر ټانکونو او توپچي متکي وه، خو وروسته په کې د بېپیلوټه الوتکو کارونه د پام وړ زیاته شوې ده.
رویټرز لیکلي چې کارپوهانو د مصنوعي ځیرکتیا د بېکنټروله پراختیا او ټکنالوژیکو سیالیو په اړه خبرداری ورکړی او په پوځي سیسټمونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې لپاره یې د اصولو او محدودیتونو د وضع کېدو غوښتنه کړې ده.