کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو او نورو همکارو بنسټونو استازو د ۲۰۲۷ کال د پلانونو او پروګرامونو، د مرستو د همغږۍ، د کډوالو او راستنېدونکو پر وړاندې د شته ننګونو د حل او د همکارۍ د دوام په اړه خبرې کړې دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ملا محبوبالله مطهري او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، د ماشومانو د ملاتړ صندوق، د نړۍوالې ټولنې صندوق او د ناروې د کډوالو شورا د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې چې په دې ناسته کې د ۲۰۲۷ کال د پلانونو او پروګرامونو، د مرستو د خوندي او منظم وېش لپاره د همغږۍ، د شته ننګونو د ارزولو او د هوکړهلیکونو د لاسلیک په اړه خبرې شوې دي.
د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ملا محبوبالله مطهري په دې ناسته کې راستنېدونکو، بېځایهشوو او اړمنو کسانو ته پر لا ډېرې پاملرنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ناستې اصلي موخه له دغو زیانمنو قشرونو د لا ښه ملاتړ پر لارو چارو غور کول دي.
هغه اړمنو کډوالو ته د ځانګړې پاملرنې او د مرستو پر روڼ او عادلانه وېش ټینګار کړی او ویلي یې دي چې وزارتونه او مرستندویه موسسې باید له یو بل سره همکاري وکړي، څو د کډوالو ستونزو ته د حل لارې وموندل شي.
نوموړي د کډوالو د حقونو پر خوندیتوب او هغوی ته د فرصتونو پر برابرولو هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې مرستې باید د هېواد په ټولو سیمو کې په عادلانه ډول ووېشل شي.
مطهري دغهراز په ژمي کې د خوراکي توکو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه او د کورونو د کرایې د برابرولو، له کرنې څخه د ملاتړ او حرفوي زدهکړو د پروګرامونو پر برابرولو ټینګار کړی او د دغو مرستو اصلي موخه یې د خلکو پر ځان بسیا کېدل بللي دي.
ورته مهال، د همکارو موسسو استازو له یاد وزارت سره د لاسلیکشوو هوکړهلیکونو پلي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او د وزارت له همکارۍ یې مننه کړې ده.
دوی ویلي چې اړمنو کسانو ته پر وخت مرستې رسول شوې دي او یو شمېر بېځایه شوي کسان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ له کابل څخه بغلان ته لېږدول شوي دي.
د همکارو موسسو استازو ویلي چې راستنېدونکو ته د یو ډول او عادلانه خدمتونو په وړاندې کولو کې روڼتیا او عدالت ته ژمن دي او دغه اصول به په سرحدي سیمو کې هم رعایت کړي.
دوی زیاته کړې چې په سرحدي سیمو کې راستنېدونکو ته په حقوقي، مشورتي، خوراکي، روغتیايي او ښوونیزو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي او هڅه کوي چې د هغوی د اړتیاوو له مخې اړینې مرستې برابرې کړي.
په پای کې ګډونوالو د شته ستونزو د حل په موخه د ګډو ناستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې همکاري او د نظرونو تبادله د غوره حل لارو په موندلو کې مرسته کوي.