هرات (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): نن سهار د هرات–اسلامکلا پر لویه لاره د کنډک اړوند سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند سیدمسعود حسیني وایي، دغه پېښه د یوه «پریوس» موټر او یوه ټکسي د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، د هرات امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت منسوبین د پېښې له خبرېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
د حسیني په خبره، تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم او په اړه یې څېړنې روانې دي.