ژبه

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله عمان ته ولاړه

Ahmad sohaib

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۷:۴۱

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله له عمان او بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو په موخه عمان ته ولاړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن ماسپښین د عمان په لوري وخوځېده.
سرچینې زیاته کړې چې افغان لوبډله به لومړی د بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې سره څلور یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او وروسته به د عمان له لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ د څلورو یو ورځنیو سیالیو لړۍ به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۶مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۳مې به دوام وکړي.

افغان لوبډله به له بنګله‌دېش سره د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه د عمان له لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې تر دې مخکې ټاکل شوې وه د افغانستان او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي، خو د افغان لوبغاړو د ویزو په پروسه کې د ستونزو شتون او ناوخته راتلو له امله د سیالیو شمېر څلورو ته راکم شو.

د یادونې ده، چې افغان لوبډله به له دغو سیالیو وروسته د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام په سیالیو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې دغه سیالۍ د نومبر میاشتې په پنځمه په عمان کې پیل شي.