کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): امریکایي چارواکي وایي، د دغه هېواد په فلوریډا ایالت کې د آیسایاس سخت توپان له امله لږ تر لږه شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په څو ایالتونو کې د سلګونو زرو نورو کسانو برېښنا پرې شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د آیسایاس توپان د شنبې ورځې سهار وختي د امریکا ساحلي سیمو ته ورسېد او په فلوریډا، الاباما، جورجیا او میسیسیپي ایالتونو کې یې د سلګونو زرو اوسېدونکو برېښنا پرې کړه.
د فلوریډا ایالت والي ران ډيسانتیس پرون خبریالانو ته ویلي چې تر اوسه د دغه توپان له امله د شپږو کسانو مړینه تایید شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د آیسایاس توپان د ځاني زیانونو ترڅنګ، د امریکا په ځینو سیمو کې ودانیو او بنسټیزو تاسیساتو ته هم پراخ مالي زیانونه اړولي دي.