کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې د اړمنو هېوادوالو پر لاسنیو د ټېنګار ترڅنګ وویل، دا عادلانه نه ده چې یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه غورځوي او «د یو مقابل او متخاصم طرف په څېر په منفي ابعادو پسې ګرځي.»
نن په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په یاده غونډه کې د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی یوازې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولیت ونه باله، بلکې پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو، پانګوالو، خیریه او نړیوالو بشري بنسټونو یې هم غږ وکړ، چې له دې ټولنې سره مرستې او عملي همکارۍ وکړي.
هغه زیاته کړه چې ډېری هېوادوال په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمي سیلابونو، زلزلو او هېواد ته د زرګونو کورنیو د جبري راستنېدو له امله له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ شوي او دې ستونزو ته رسېدنه جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
ملا برادر اخوند د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) وغوښتل چې د افغانستان په اړه د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره په بېپرې توګه تحلیلي راپورونه خپاره کړي.
هغه زیاته کړه: «دا عادلانه نه ده چې د یوناما له لوري په نشرېدونکو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې نادیده نیول کېږي او د یو مقابل او متخاصم طرف په څېر په منفي ابعادو پسې ګرځي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو وغوښتل چې د مرستو په عادلانه وېش او د مستحقو کسانو په مشخصولو کې روڼتیا په پام کې ونیسي.
د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د اړمنو کسانو لپاره د مرستو راټولولو اوونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د هېواد له ټولو وګړو غوښتي چې له اړمنو سره مرسته وکړي.
ده له ټولو سوداګرو، پانګهوالو، صنعتکارانو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او خیریه موسسو غوښتي، چې د اعانې، صدقو، نغدي او غیرنغدي مرستو له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشري فعالیتونو ملاتړ وکړي، څو اړمن کسان، یتیمان، کونډې، ناروغان او د پېښو زیانمن شوي کسان له بشري خدمتونو برخمن شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور هم په نننیو مراسمو کې وویل چې دغې تولنې په تېر یوه کال کې له کډوالو، جګړهځپلو، کونډو، بزګرانو او نورو اړمنو سره یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړه چې په کندهار کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي کمپلکس جوړېږي، چې چارې به یې په شاوخوا یوه کال کې بشپړې شي.
د دلاور په وینا، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال بنسټونه، ترکیه، قطر او یو شمېر اروپايي هېوادونه له دې ټولنې سره دوامدارې مرستې کوي.